طالبان: تر نن غرمې په ۶ ولایتونو کې نږدې سل تنه عسکر وژل شوي

عزم(یک شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۵)

طالبانو نن غرمه رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تر دې مهاله یې په بدخشان، پکتیا، لغمان، هلمند، بادغیس او بغلان کې شاوخوا (۹۸) تنه دولت پلوه عسکر وژلي دي .
نن د “الفتح“ په نامه د طالبانو عملیاتو دریمه ورځ وه چې طالبانو یې لا هم د بشپړې ورځې راپور نشر ته نه دی سپارلی، خو ادعا یې کړې چې له تیرې شپې راهیسې بیا تر نن غرمې پورې پر دولتي ځواکونو لسګونه بریدونه ترسره کړي دي

اعلامیه کې راغلي، په دې ترڅ کې د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په یباب او سوچ سیمو کې د ملی اردو او پولیسو پر پوستو بریدونه شوي چې له امله يې ۷ پوستې په ټولیزه توګه سقوط او ۴۵ تنه عسکر وژل شوي دي.
د دغه برید پرمهال په ځوابي کې ډزو کې د دو طالبانو د وژل کیدو پخلی هم شوی، هغه شمیر چې دولتي سرچینې یې لوړ ښیي.

په ورته مهال کې تیره شپه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ په هستوګنې سیمه کې طالبانو یو نظامي مرکز او یوه پوسته نیولې چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنه عسکر وژل شوي دي .
آخوا بیا د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند کرنج آبه سیمه کې هم یو تن نفوذي پولیس خپل پنځه ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلی دی .

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ چې دولت یې په ځلونو د بیرته نیولو ادعاوې هم کړې ، د ملي اردو پر یوه محاصره شوي کنډک طالبانو بریدونه کړي ؛ ۲۸ تنه عسکر يې وژلي، ۱۰ نور ټپيان دي.
طالبانو په دغه نښته کې د خپل یوه بریدکونکي د وژل کیدو او یوه بل د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند د چاه انجیر سیمه کې هم پر میشتو دولتي ځواکونو بریدونه شوي، د امنیتي سرچینو په حواله، د برید په مهال ۸ تنه عسکر وژل شوي دي.
په بغلان او سرپل کې هم د پراخو بریدونو او درنو تلفاتو د اوښتو راپور ورکړل شوی چې لا یې کره جزئیات نه دي رسنیز شوي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هم طالبانو ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا کړې، خو لا یې په خپلواکه توګه پخلی نه دی شوی

طالبانو د دې عملیاتو پر لومړۍ ورځ سلو عسکرو خو پردوهمه ورځ یې شاوخوا ۳۰۰ تنو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button