لوړو زده‌کړو وزارت: روان کال کې به په علمي برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې ولري

عزم(چهارشنبه، ۲۸ وری ۱۳۹۸): د لوړ وزارت وزارت وزیر نجیب الله خواجه عمري وايي، روان ۱۳۹۸ل کال کې به په علمي برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې ولري او ګڼ شمېر استادان به بهرنیو هېوادونو ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ولېږي.

نوموړي نن په کابل کې «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام» کې وویل، په تېر کال کې یې د ۱۶۵ تحصیلي څانګو له ډلې د ۲۰ څانګو کتنه کړې او د نصاب جوړونې په برخه کې ۷۰ استادانو په په مالیزیا کې مسلکي زده کړې کړي دي.

ده وویل، د لوړو زده کړو د قانون په تعدیلولو سره د پوهیالي رتبې لرونکو ۲۴۰۰ استادانو ستونزه هواره شوې، د ۱۵ تقنیني اسنادو تعدیل او بیاکتنه تر سره شوې او د زده کړو لومړني آنلاین سیستم خپل فعالیت پیل کړی دی.

د ده په خبره، په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۴۳ او دوکتورا د ۳ او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۳۳ پروګرامونو رامنځته کول او بهر ته د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د ۷۰۰ تنه استادانو او کارکوونکو لېږل؛ په ۱۳۹۷ مالي کال د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې وبللې.

خواجه عمري وویل، په تېر کال کې یې ۴۸ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د اعتبار ورکولو په جلا، جلا پړاوو کې شامل کړي وو، چې ۵ بنسټونو ته اعتبار ورکړل شوی او د طبي د لوړو زده کړو ۱۶ بنسټونو د ارزونې بهیر یې هم بشپړ کړی دی.

نوموړي تېر کال دیاد وزارت لپاره له لاسته‌راوړنو ډک کال وباله.

د لوړو زده کړو وزارت داسې مهال د روڼتیا او شفافیت خبره کوي، چې اوس‌مهال په دولتي پوهنتونو کې ډېری استادان د پوهې پر ځای په ګوندي، سمتي او قومي اړیکو له مخې ټاکل کېږي، چې محصلانو ته د زده کړې پر ځای نور فکرونه ورپیچکاري کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button