زاخیلوال: هغوی چې له سولې وروسته هم امریکا غواړي، په خپل دریځ دې له سره غور وکړي

 

عزم (پنجشنبه ۲۹وری ۱۳۹۸)
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر اوسیاسي فعال حضرت عمرزاخیلوال نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې د سولې د مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې او پر حکومت یې ژغ وکړ چې په دې برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.

زاخیلوال وويل، بهرنیان باید له طالبانو سره تر توافق وروسته په سملاسي توګه ووځي او په وینا یې ،

“ هغه څوک چې له سولې وروسته هم د بهرنیانو پر پوځي حضور ټینګار کوي، پر خپل دریځ دې له سره غور وکړي”

نوموړي دغه راز وویل، امریکایي او طالب مرکچیان په ډیر سرعت سره د ستونزو د هواري په لټه دي، دواړو لوريو په خورا لوړه سویه د افغانستان د جګړې د ختمیدو لپاره مټې رابډ وهلې، هغه ابتکار چې د افغانستان په سیاسي قشر کې نه ترسترګو کیږي.

زاخیلوال وویل، د نظام له منځه وړل د هیڅ لوري په ګټه نه ده اوطالبان هم د نظام له منځه وړل نه غواړي ؛. که سوله منځته راغله د هغوی نظامیان به د اردو یوه برخه وګرځي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که امریکا له طالبانو سره له جوړجاړي پرته وځي، دا د هیواد په خیر نه ده اوښایي ښه عواقب ونه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button