دوهم تعقیب: سریلانکاکې دوه نورې چاودنې وشوې د مرګ ژوبلې شمیر ۶۰۰ ته ورسید

عزم(یکشنبه، ۱ غویی ۱۳۹۸): سریلانکا کې د سهارنیو چاودنو سربیره څو شیبې وړاندې دوه نورې چاودنې شوي دي چې د مرګ ژوبلې کچه تر ۶۰۰ رسیدلې.
اسپوتنیک خبري اژانس د سریلانکا د نیوز فرسټ په نوم تلویزیوني چینل له قوله وایي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس، د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸۵ ته لوړی شوی او د ټپیانو شمیر تر ۵۰۰ پورې رسیږي.
په وژل شویو کې ۳۵ بهرنیان دی، خو معلومه نه ده، چې د کومو هیوادونو څخه دي.
چاودنې د سریلاکا په کولمبو، نگومبو و باتیکالوا په نومونو ښارونو کې په کلیساګانو او هوټلونو کې هغه مهال ترسره شوي دي چې مسیحیانو خپل مذهبي مراسم لمانځل.
حکومت اوس مهال د سریلانکا په کولمبو کې ګرځبدنیز اعلان کړی او د مسیحیانو مذهبي مراسمو هم پای اعلان شوی دی.
له یادو چاودنو وروسته د سریلانکا د وزیرانو شورا د لومړي وزیر په شمول بیړنۍ غونډه رابللې ده.