غـني مـفـکر دی؛ خو …

محمد آصف آزاد

له بده مرغه چې په نړیوالو رسنیو حاکم غرب چې په کومو هېوادونو کې د خپلې خوښې وړ تغیرات راوستل غواړي؛ نو پیل یې د رسنیو له لارې وکړي. د همدې رسنیو له لارې د خپلو ګټو په خاطر داسې تبلیغات کوي چې حتی د نظامونو د بدلون سبب وګرځي. زموږ ټولنه کې هم له بده مرغه چې په غربي مطبوعاتو او لیکوالو د پام وړ باور کیږي او د هغوی شننې او تحلیلونه ورته سخت د منلو وړ او کره ښکاري.

“فارین پالیسي” یا د بهرنۍ تګلارې په نوم یوې امریکایی مجلې د افغانستان د ۱۳۹۳ل کال له ټاکنو لږه موده وړاندې د همدې ټاکنو یو نوماند، ښاغلی اشرف غني د نړۍ د مفکرینو په نوملړ کې په شلمه شمېره کې راوست. خو دغه خبر افغانستان ته په رسېدو، غني د نړۍ دویم او کله هم لومړی مفکر یاد شو.
امریکایانو چې له حامد کرزي هم غوره بدیل او پوره فرمانبردار سړی پیدا کړی و، نو یې د “مفکر” په نوم پر محکومو او مظلومو افغانانو وتاپه. د غني پلویانو هم د “مفکر” لقب ته پوره هوا ورکړه.
همدا غني د ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې هم نوماند و، خو یوازې دری فیصده رایې یې واخیستلې!
چا لا پېژاند هم نه!
ځینې چې د همدې تبلیغاتو څخه اغېزمن شوي و، هیله یې لرله او په تمه و چې “مفکر غني” به په خپلو “مفکرانه” کړنو وطن غني کړي، خو حالت پر بله روان شو.
د مفکر کړنو خلک هک حیران کړل، چې دا لا څنګه مفکر شو.
هر ځل چې د خبرو لپاره را ښکاره شوی، داسې څه یې ویلي چې سړی بلکل پرې ډاډه شي چې مفکر خو له یوې مخې د اسلام له هغو لومړنیو اساساتو څخه هم ناخبره او له ملي ارزښتونو سره پردی دی.
کله د ورځې تهجد کوي، کله جنازه کې رکوع ته ښکته کیږي، کله حسن او حسین د خدای لمسیان بولي، کله بخاري شریف له احادیثو! وروسته لومړی معتبر کتاب ګڼي او کله هم سرونه په ککرۍ کې ماتوي!

سړی مفکر و؛ خو…
موږ به په ماشومتوب او د ښوونځي په دوره کې د خپل ټولګي ځینې تمبل او وروستیو زده کونکو پورې ټوکې کولې. هغوی به مو هم د ټولګي اولنمره او دویم نمره یادول؛ خو د لېست د پای له خوا څخه!
دلته چې اوازه شوه، اشرف غني د نړۍ لومړی مفکر دی؛ نو چا ونه پوښتل چې د لېست له کومې خوا څخه!
هو، سړی مفکر و؛ خو د لېست د پای و خوا څخه لومړی مفکر!

چې حالات خراب وي، مفکر ارام وي.
خپله وايي؛ حالات چې هر څومره خراب وي، دی هومره ارام وي!
امریکایانو ته په ویاړ او افتخار وایي چې یوازې د خپل واک په دوره کې یې ۴۵ زره عسکر د دوی لپاره قرباني کړل!
د افغان وژنې لړۍ یې ښه په زور کې روانه ساتلې.
دلته بسته کورونو له کورنیو سره یو ځای لولپه شي؛ خو دی یې غږ قدر هم نه اوري، خو که د اروپا او امریکا په کوم نایټ کلب او ډانس کلب کې څوک ووژل شي؛ نو بیا په نیمه شپه د غمرازی پیغامونه وي چې خپروي یې.

په حکومتداری او نظام جوړونه کې پوه دی!
دا به څنګه نظام جوړونه کې پوهه وي، چې تر پایه په کابینه جوړولو بریالی نشو!
هغه چې د قانون د حاکمیت نارې یې وهلې؛ واک ته د رسېدو لپاره یې لومړی قدم پر اساسي قانون! کېښود.
هغه چې د … دومره کورونو د جوړولو ژمنې یې کولې؛ تر نورو ډېر یې د جوړولو پر ځای، د خلکو جوړ و اباد کورونه ړنګ و برباد کړل.
هغه چې د ملي حاکمیت چیغې یې وهلې؛ په پوره سپین سترګی یې په ملي حاکمیت معامله وکړه، ډېورنډ کرښه په مناسب! قېمت وپلورل شوه، او د ولس د وژنو لپاره یې بهرنیو وژونکو لښکرو ته قانوني حق ورکړ، چې لا یې ووژني او ښه یې ووژني! .
هغه چې د اقتصاد شناسۍ دعوه ګیر و؛ د اقتصاد یې دا حال شو، چې تر بل هر وخت ولس بې اقتصاده، خوار او بېچاره شو.
هغه چې د نوو کارونو د رامنځته کولو لاپې یې وهلې؛ د نورو نوو کارونو د رامنځته کولو پر ځای یې د خلکو شخصي کارونه هم ور ودرول او خواران یې مجبور کړل ترڅو په وژونکو لارو له هېواده پښې سپکې کړي.
هغه چې د زورواکۍ د ختمولو خبرې یې کولې؛ زور واکان داسې حالت ته ورسېدل، چې د ولس په سرو ور وختل. او خپله د سر اعلی قومندان په حیثیت د یوې حوزې قومندان د لرې کولو څخه بې وسه شو.
هغه چې د سولې د راوستو لاپې یې وهلې؛ سولې سره یې دښمني پیل کړه.
او هغه چې…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: