یوناما: تر وسلوالو ډلو دولت پلوه ملیشې ډیرې په ملکي تلفاتو کې ککړې دي

 

عزم (چهار شنبه ۴غویی ۱۳۹۸)

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر “یوناما“ یوځل بیا په روانه جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشینې ښوودلې ده.
دغې ادارې چې هر راپور یې د امریکایي سفارت لخوا په سانسوریز ډول خپریږي ویلي، د نوی کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دولت پلوه وسلوالو له مخالفو وسلوالو ډیر ملکیان وژل دي.

راپور کې راغلي،  د جنوري له لومړۍ نه بیا د مارچ تر ۳۱ مې نیټې دولت پلوه ځواکونه ۵۳ ، مخالفین ۳۹ خو د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه یواځې ۸ سلنه د ملکي تلفاتو عاملین دي.
راپور زیاتوي،  که څه هم د مخامخ جګړو پرمهال د ملکیانو مرګ ژوبله کمه شوې خو په وینا یې چې دا کچه په هوایي بریدونو کې ۴۱ سلنه او د شپنیو عملیاتو پر مهال ۸۵ سلنه زیاته شوې ،چې ورسره د منفجره توکو د چاودنو له امله هم د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۲۱ سلنه پورته تللې ده.

یوناما وایي، د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دولت پلوه ځواکونو ۳۰۵ ملکي افغانان وژلي او ۳۰۳ نور یې ټپیان کړي چې له ۲۰۱۸ کال وروسته ۳۹ سلنه زیاتوالی ښیي.
راپور کې دغه راز راغلي،   د دولت پلوه ځواکونو له ډلې ۱۷ سلنه امنیتي ځواکونه،  ۱۳ سلنه بهرني عسکر،  ۲ سلنه د دولت ملاتړې ملیشې، ۲ سلنه نور هم ویشلې  دولت پلوې ملیشې د ملکي تلفاتو مسؤل بلل شوي دي.

یوناما وایي، د ولایاتو په کچه تر ټولو زیات د کابل،  هلمند،  ننګرهار،  فاریاب او کندوز خلک زیات ځپل شوي دي.

یوناما دغه راز د دولت د مخالفینو په لړ کې د ۳۹ سلنې تلفاتو لامل طالبان ،۱۲ سلنه داعش او ده سلنه نامعلومې دولت ضده کړۍ د ملکي تلفاتو مسؤل بللې دي.

د راپور تر مخه،  په ټوله کې د روان میلادي کال د جنوري له لومړۍ بیا د مارچ تر ۳۱ مې نیټې شاوخوا ۱۷۷۳ ملکي کسان په نښه شوي چې ۵۷۱ تنه یې وژل شوي او ۱۱۹۲ تنه نور یې ټپیان دي ؛ له دې ډلې ۵۸۲ ماشومان دي چې شاوخوا ۱۵۰ یې وژل شوي او ۴۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د یوناما راپور یو اړخیز او سانسور شوی خپریږي او د دوی لخوا د ملکي تلفاتو کچه نږدې صفر ته را ښکته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: