د افغان سولې په تړاو د سیګار د مشر اندیښنه

 

عزم (پنج شنبه ۵غویی ۱۳۹۸)

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سپکو په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي،  اندیښنه لري چې که له طالبانو سره سولییز جوړجاړی رامنځته کیږي، د اتلسو کلونو مهمې لاسته راوړنې به له خنډونو سره مخ شي.

سپکو ویلي، افغان حکومت په اقتصادي، امنیتي او ټولو چارو کې د امریکا “لاسپوڅی” دی نو د همدې تکیې له امله چې په ټولییز ډول یې پر امریکا لري، ښایي تر سولې وروسته بقاء هم پیدا نه کړي.

د نوموړي په وینا،  اوسمهال د افغانستان د ټولو عساکرو تنخوا د امریکا لخوا ورکول کیږي، ملکي دولتي ادارې د امریکا په پیسو چارې مخته وړي، عام المنفعه پروژې امریکا تمویلوي، نو په وینا یې چې که د سولې په خبرو کې د دې ټولو شیانو برخلیک ته پام ونه شي ښایي دوام ونه کړي او د امریکا تر یو تریلیون زیات لګیدلي ډالر به هم له خاورو سره خاورې شي.
سپکو داسې مهال دا اندیښنه ښیي چې طالبان به راتلونکې اونۍ په قطر کې یوځل بیا له امریکایي چارواکو سره مذاکراتو ته کیني او د ځواکونو د ایستلو په ګډون به پر مهمو مسائلو خبرې وکړي.

طالبانو په واضح ډول ویلي چې تر سولې وروسته به دنظام ټول ملکي او نظامي بنسټونه  پر خپل ځای وي او یواځې اصلاحات به په کې راځې چې هغه به هم د ټولو افغانانو په خوښه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button