زابل: طالبان وایي شملزو ولسوالۍ کې یې ۹ پولیس وژلي

 

عزم(یکشنبه، ۸ غویی ۱۳۹۸): تیره شپه د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ اړوند زرکوه سیمه کې په یوه پوسته باندې طالبانو برید کړی چې پوسته یې نیولې او پکې میشت پولیس یې وژلي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ پیښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د شملزو ولسوالۍ اړوند په زرکوه سیمه کې یې یوه پوسته نیولې او ۹ تنه پولیس یې وژلي دي.
احمدي ویلي چې همدا راز یې لس میله سپکه او درنه وسله هم لاسته ورغلې ده.

د یادونې وړ دی چې تیره ورځ د کندهار میوند ولسوالۍ د کلا ښامیر اړوند په جوګرم سیمه کې په هغو پولیسو برید ترسره شوی وو چې سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي وو.

طالبانو ویلي وو چې په دغه برید او چاودنو کې یې ۲ شوبلې او یو کوماز موټر تخریب کړي څو تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button