هرات: طالبانو ۳ عسکر وژلي د قومندان په ګډون یې ۶ تنه نیولي

 

عزم(یکشنبه، ۸ غویی ۱۳۹۸): تیره شپه د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو په یوه پوسته برید کړی چې یو شمیر پولیس یې وژلي څو نور یې ژوندي نیولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسئولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې د اوبې ولسوالۍ اړوند تخته پل سیمه کې یې یوه پوسته نیولې ده.

احمدي ویلي چې په یاد برید کې یې ۳ عسکر وژلي، د قومندان جمعه ګل په ګډون یې ۶ نور یې ژوندي نیولي، ۶ میله وسله او ۳ مخابرې یې لاسته ورغلي دي.

همدا راز د زابل شینکي ولسوالۍ کې د یوه برید په ترڅ کې درې پولیس وژل شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې د زابل په شینکی ولسوالۍ کې د یوه برید په ترڅ کې تیر ماښام درې پولیس وژل شوي دي.

طالبانو او د زابل ولایتي چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: