د څرخي‌پله له زندانه ۸۰ بندیان خوشې شول

عزم(دوشنبه، ۰۹ غوايي ۱۳۹۸): د څرخي‌پله له زندانه ۸۰ بندیان خوشې شوي دي.

د لویې څارنوالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ۸۰ بندیان یې د مجاهدینو د بریا د ۲۷کلیزې په مناسبت خوشې کړي دي.

په خوشې شویو بندیانو کې دوې ښځې او پاتې بندیان د نشه‌يي توکو او د نورو جرمونو له امله بندیان شوي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۴۰بندیانو د بند په موده کې کموالی هم راغلی دی.

څرخي‌پله زندان په هېواد کې له تورو زندانونو څخه شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت پکې بندیان د زندان د مسوولینو له لوري د ناسم چلند له امله د نه خوړو اعتصاب هم کوي.

په دغه زندان کې زرګونه داسې کسان هم بندیان دي، چې د کلونو، کلونو په تېرېدو یې جرم هم معلوم شوی نه دی؛ خو لا هم د بند شپې سبا کوي.

ډېری بندیان وايي، د ځانګړو ورځو په مناسبت هغه بندیان خوشې کېږي، چې د زندان مسوولینو ته پیسې ورکړي او یا له چارواکو سره یې پېژندګلوي ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button