خواله رسنیو کې مشورتي جرګه مسخره بلل شوې

نن ورځ په پلازمینې کابل کې د سولې مشورتي جرګه پیل شوه چې درې زره نفرو پکې ګډون کړی چې اکثره یې حکومت پلوي یا حکومتي چارواکي دي.

یاده جرګه داسې مهال جوړه شوې چې له استاد سیاف پرته نورو ټولو پخوانیو جهادي مشرانو او سیاسیونو ورسره پریکون اعلان کړی دی.

خواله رسنیو کې د یادې جرګې په اړه د سولې فعالانو، مدني فعالانو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو ګول ډول څرګندونې کړي دي.

قاري توریالي تائب

فیسبوکي فعال قاري توریالي تائب د ولسمشر د وینا یوې څنډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي «شرمیدلي خیاتان یې اوس صرف د جلغوزیو په بوجیونو شخوند وهي.»
نوموړي په یوه بل پوسټ کې لیکلي «ولسمشر یو ځل بیا د جلغوزې یادونه وکړه، هغه هم په مشورتې جرکه کې.»

اسدالله وحیدي

د ټولنیزو رسنیو فعال او ژورنالیست اسد وحیدي هم د ولسمشر د وینا یوه جز ته اشاره کړط ده چ. ویل یې انسان ازاد پیدا شوی «‏خداوند انسان را آزاد ايجاد کرده!
مپکرانه وينا»

عصمت قانع

عصمت قانع لیکلي «‏لويه جرګه يې له ډوډۍ خورو تنبلانو ، مفعولو ټاميانو،کانسرتي رقاصانو ، ارايشي روبا ټانو ، خيټورو ملا يانو ، کرايي ګلټيرانو ، خړوسو مفتيانو ،اجاره لوچګانو او بې حيثيته جاسوسانو څخه متشکله ده.
نوموړي به یوه بل بوسټ کې د ولسمشر غني د وینا هغه جز ته اشاره کړې چې له وطن سره لیونی مینه لرم.
«‏ليونى مين خپله خاوره په اغزنو سيمونو نه سره ويشي ته له اقتدار سره ليونۍ مينه لري چې اساسي قانون دي دافغانستان دسياسي تقسيم دمعاملي په اقرار خط تبديل کړ‏.
دخاوري ليونى عاشق له لبنانۍ معشوقي سره پنځه څلويښت کاله په بهر کې وخت نه تيروي خپل اولادونه غيرافغانان نه روزي دخاوري مجنون عشق ، مينه خوند او رنګ په خپل ملت او خاوره کې لټوي.»

خیرالله شینواری

د سولې فعال خیرالله شینواري هم د ولسمشر د وینا په یوه جز چې ویل یې جرګه فارسي کلمه ده مسخره کړې ده.
«د نړۍ دويم مفکر په يوه تازه مرغلره کې وويل چې جرګه فارسي کلمه ده.‏»
هغه همدا راز لیکلي «ددوی بابا خو د مفکرۍ، انټراپالوژۍ، بې تيزيسه دوکتورۍ، هوايي سراعلی قومندانۍ او منتخبه ولسمشرۍ تر څنګ ژب پوه او اديب هم وخت وخوت.
‎#مبارک
‏څنګه چې يې مشر د جرګې د اصولو سره سم وټاکل شو، داسې يې غونډه د جرګې د اصولو مطابق راوغوښتل شوه او همداسې يې غړي د جرګې د اصولو سره سم ټاکل شوي.

د سولې بل فعال شفیع اعظم لیکلي.
د جرګې ګډونوال پوه شول چې رسنۍ ويستل کېږي، موبایلونه اخيستل کېږي او بيا به هر څه سانسور وي.
ځيني غواړي د رسنيو په مټ د داکتر غني خبرو منځ کې خپل اواز پورته کړي چې رسنيو له لارې یې ملت ته ورسوي.
همدې اعتراضي غږ سره خاص کسان حق ناق چکچکې شروع کړي. باقي ناخبره هم په چکو شي. د چکو په اواز او شور کې اواز ورک او امنيتي کسان معترض دوړه او له مجلسه وباسي.
نوټ: جرګه فارسي نه ترکي لغت دی چې له اوږدو کلونو راپدیخوا پښتو کې کارېږي.

د ولسمشر بخواني سلاکار عبدالستار سعادت لیکلي.
«انتروپولوجي مو ترې زده کړه؛ (ناکام دولتونه څنګه ورغوو) خو مو ورته ولیدل؛ دا چې اساسي قانون څنګه باید رعایت شي، حتی جان کیري هم ترې خبر دی؛ وطن ل سره لېونۍ مینه څنګه کېږي، دا مو درک کړه؛ د تدارکاتو نه نفقه پیدا کول خو یې تر ټولو واضح درس و چې وامو خېست؛ سوله څنګه راوستل کېږي، دا دی پکې لګیا دی؛
او اوس یې د ژبې زده کړه راته پیل کړه؛ په اول ځل پوه شوم چې جرګه فارسي کلمه ده.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button