ننګرهار: ګډوځواکونو ۹ تنه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي

 

عزم (سه شنبه ۱۰ غویی ۱۳۹۸)
راپورونه وایي چې امریکایي عسکرو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا یوځل بیا د ولسي خلکو پر کورونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د دو میرمنو په ګډون نهه تنه بیګناه ولسي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې خلک وایي، دغه چاپه د خوګیاڼو ولسوالۍ زاوي سیمه کې داسې مهال وهل شوې ، چې سیمه کې وسلوالو مخالفینو شتون نه درلوده.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په دغه افغان ضده عملیاتو کې ۷ تنه کلیوال وګړي شهیدان او دوه تنه میرمنې ټپیانې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم افغان-امریکایي ځواکونو پر یوه کلي چاپه وهلې او ۱۰ تنه ځوانان چې تازه د سعودي عربو له مسافري خپل تاټوبي ته راګرځیدلي و ، شهیدان کړي وو.

د کابل حکومت چې د سولې مشورتي لویې جرګې په پلمه یې د هیواد له لر او بر نه زرګونه خلک وربللي، لا د دغو جنایاتو په هکله کوم سپیناوی نه دی کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button