طالبان: خلیلزاد دې د ناکامه استراتیژیو تکرار بند کړي

 

عزم(جمه، ۱۳ غویی ۱۳۹۸): طالبانو د خلیلزاد خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې هغه دې له مونږ څخه د وسلې د کیښیدلو غوښتنې پرځای امریکایان د زور کارولو څخه راوګرځوي.

«خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر نه کوي، د دا ډول خیالي غوښتنې پرځای دې امریکایان په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل شړيدلې ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پريکوي.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې لیکلي چې نوموړی دې د ناکامه استراتیژیو تکرار بند کړي او حقائقو ته دې غاړه کیږدي.

«د ناکامه ستراتيژیو تکرار دې بند کړي، ځکه چې نتیجه نه لري.
بهتره داده چې خلیلزاد د شف شف پرځای سم په جرأت سره شفتالو ووايي او روانو حقائقوته غاړه کيږدي.»

دا پداسې حال کې دی چې خلیلزاد په خپل ټویټر اکاونټ په یوه تازه ټویټ کې ویلي افغان ولس یعنې د طالبانو وروڼه او خویندې د جنګ ختمول غواړي دوی باید وسله پر ځمکه کیږدي، جګړې ته د پای ټکی کیږدي او پر سولې باندې غیږ راوګرځوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button