بغلان: پر امنیې قوماندانۍ ۶ساعتیز برید تیرماښام پای ته ورسیدلو

 

عزم (دوشنبه ۱۶ غویی ۱۳۹۸)

د بغلان ولایت پر امنیې قوماندانۍ د طالبانو لخوا ترسره شوی ډلییز وسلوال بریدتیرماښام ناوخته پای ته ورسیده.

د دغه ولایت ځایي چارواکي وایي، د یوه موټربم برید وروسته څو کسه وسلوال بریدکوونکي د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتل او هلته یې میشت عسکر تر بریدونو لاندې ونیول چې  تر څو ساعتیزې نښتې وروسته جګړه پای ته ورسیدله.
د کورنیو چارو وزارت د ۱۳ ملي پولیسو د وژل کیدو او ۶۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کوي،  خو امنیتي سرچینې بیا د وژل شویو شمیر تر ۲۰ تنو ډیر یادوي.

طالبانو چې د پیښې مسؤلیت یې منلی ویلي دي “چې په دغه تقریبا ۶ نیم ساعته جګړه کې د مهمو قومندانانو، افسرانو او استخباراتي کارمندانو په شمول له اتیا ډير پولیس، عسکر او استخباراټي عسکر وژل شوي او له شپيتو زیات ټپيان شوي دي“
طالبان وایي دا قوماندانۍ یې له ډیر وخت راهیسې تر څار لاندې وه او د ورته نورو بریدونو د ترسره کیدو خبرداری یې هم ورکړی دی.
طالبانو ویلي ، دا لوی برید یې ځکه ترسره کړ چې په وینا یې

“په  دې وروستیوکې  ګډو ځواکونو په بغلان ولایت او شاخوا سیمو کې د عملیاتو په نامه  وخت په وخت ملکي خلک وژل، د خلکو په شخصي حریمونو يې تجاوز کاوه، اولسي خلک يې د طالبانو په نوم زندانونو ته اچول، د خلکو په مال او عزت  يې صرفه نه کوله او هر ډول جنایت چې وس يې رسیده ترسره کاوه يې، د جنایاتو یوه نمونه يې وړمه ورځ په کندز ولایت کې د یوې عفیفې کورنۍ په عزت تیری و.“

اعلامیه کې پر ټولو دولت پلوه ځواکونو ژغ شوی چې که یې په خپله تګلاره له سره غور ونه کړ، همداسې به په نښه او لمنځه یووړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button