روژه مو د سرطان له ناروغۍ څخه ژغورې (څېړنه)

جبیر افغان

ایشورا اشومي یو جاپانی ساینس پوه دی. نوموړي ته په ۲۰۱۶م کال کې نړیواله جائزه NOBLE PRIZE ورکول شو. له نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې تا داسي کوم شی ایجاد کړ، چې پر بنسټ یې تاته نوبل پرایز درکول کیږي؟ هغه وویل چې ما د سرطان دوا موندلې ده.
د نوموړي دا کارنامه نړیوالو خورا وستایل. نوموړي څه موده وروسته وویل چې ما په حقیقت کې د سرطان دوا نه، بلکي له سرطان څخه د ژغورلو لاري چاري مي موندلي دي. خلګو ترې پوښتنه وکړه، چې هغه کوم تدبیرونه دي، چې پر بنسټ یې د سرطان په څیر خطرناکي ناروغۍ څخه انسان ژغورل کېدلای شي؟ نوموړي وویل:
«کله چې مونږ وږي شو، نو زمونږ په بدن کې موجود غذائیت ختمیږي، چې له امله یې بدن لوږه احساسوي. د دې لوږي پر مهال که د انسان بدن ته خواړه ونه رسیږي، نو زمونږ بدن د لوږي له امله په بدن کې موجودي هغه زهرجني خلیې خوړل پیل کوي، کومي چې د سرطان لامل ګرځي چې د میډیکل په اصطلاح کې آټوفیکي ورته ویل کیږي. که تاسي غواړئ چې بدنونه مو له داسي زهرجنو خلیو څخه پاک شي، نو تاسي باید یو څه موده وږي پاتي شئ. کله چې هغه خلیې ختمیږي نو د سرطان فیصدي هم ورسره کمیږي.»
له هغه وروسته له ډاکټر ایشورا اشومي څخه پوښتنه وشوه چې انسان باید په کال کې څومره موده وږی پاتي شي، تر څو له سرطان څخه وژغورل شي؟ نوموړي وویل: که تر شلو پنځویشت ورځو پوري انسان لږ تر لږه لس ساعته وږی پاتي شي، نو بدن یې هغه ټولي زهرجني خلیې ختموي چې له امله یې سرطان رامنځته کیږي.
همداراز روژه نوري صحي فائدې هم لري، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:
۱…: روژه په بدن کې موجودي خلیې له منځه وړي او نوري نوي خلیې رامنځته کوي. دا عمل هله ممکن دی، چې انساني بدن څه موده له خوړلو او چیښلو څخه ډډه وکړي.
۲…: روژه د هغه چا لپاره یوه بهترینه موقعه ده، څوک چې خپل وزن کمول غواړي، خو په دې شرط چې د روژه مات پر مهال بیا په خوړلو کې احتیاط وکړي.
۳…: روژه معدې، تریخي او کولمو ته د راحت او ارام فرصت ورکوي او د بیا تازه کېدلو وړتیا وربخښي.
۴…: روژه په بدن کې د ویني فشار او کولیسټرول هم کموي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button