د القاعده او داعش ترمنځ توپير …!!!

 لیکوال  : موسی فرهاد    

القاعده :    د منځني ختیځ د کړکیچ له راپیداکیدلو سره چې اوس څه دپاسه اووه لسیزي ورباندي تیریږي ؛ د غرب او مسلمانانو ، په ځانګړي ډول په عربي نړۍ کې د متعهدو  مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ واټن په پراخیدو شو . د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو له لوري  د اسرائیلي اقلیت ، علني ملاتړ  چې تراوسه ادامه لري ؛ د مسلمانانو په زړونو کې د کرکي او انتقام جذبه پیدا کړه ، له همدې ځایه وه چې  په  شرق الاوسط ، عربي خلیج ، او د افریقايی قارې په یوه برخه عربي هیوادونو کې یو شمیر اسلامي خوځښتونه په حرکت کې شول ، ترڅو د صهیونیستي احتلال مخه ونیسي ، د فلسطینیانو ، او د نوري  عربي نړۍ د مسلمانانو د حقوقو څخه دفاع وکړي ، دا خوځښتونه که څه هم په لومړي سر کې د انتفاضو (ملي پاڅونونو) په بڼه وو ، لکه انتفاضة الأقصی ، انتفاضة فلسطینیة ، انتفاضة الحجارة ، او داسي نور …  خو وروسته وروسته په منظمو تحریکونو بدل شول چې د فلسطین اوسني جهادي تنظیمونه د همغي لړۍ یو تسلسل بلل کیږي .

   القاعده تنظیم که څه هم په ډېر وروسته کې راپیدا شوی خو سرچینه یی له همغه ځایه را روانه ده ، شهیدعبدالله عزام چې تراسامه بن لادن  وړاندي د دغي ډلي مشر بلل کیده ؛ د فلسطیني انتفاضي غړی پاتي شوی ، همداراز  نور وګړي یی هم اکثراً د هغه تسلسل لارویان وو .

   داعش :   لکه مخکي مو چې یادونه وکړه ، د منځني ختیځ د ملي او اسلامي پاڅونونو په پایله کې د القاعده ګوند خلک راپیدا شول، خو د منظم تحریک شکل یی هغه مهال خپل کړ چې د روسی یرغل پرخلاف یې په افغان جهاد کې برخه واخیستله ، دغه مهال یې داعیه هم بدله شوه ، چې له منځني ختیځ ځخه د دفاع پرځای یی نړیوال جهاد او عالمي مبارزه اعلان کړ ه . او هم یې تنظیم وغوړیدی ، تقریباً د نړۍ په بیلابیلو نقاطو کې یې څه باندي ۲۷ څانګې تأسیس کړي ، چې ټولو ډلو یې د القاعده د منشور او کړنلاري کلک التزام کاوه .  د اوسني داعش وګړي هم د همدې کاروان یوه حلقه وه چې په ۲۰۱۴م کال کې د نظر د اختلاف له امله په عراق کې له القاعده بیله شوه ، د داعش نوم یې خپل کړ  او خلافت یې اعلان کړ .       دا چې د دوی ترمنځ څومره او څه توپیر دی ؛؟  په لاندي پراګراپونو کې به یې مختصراً ذکر  وکړو :

۱ –   پولي او حدود:

    پر یوه نقطه چې القاعده او داعش دواړه متفق دي ؛ هغه د پولو او حدودو ماتیدل دی ، دواړه په دې عقیده دي چې زموږ مبارزه باید تر کومي ځانګړې جغرافیې پوري محدوده نه وي ، د نړۍ په هرکونج کې چې مجاهدین وغواړي پر دښمن باندي برید کولای شی .  پولي او حدود په اسلام کې نشته .

خو اختلاف یې په دې کې دی چې داعش واکمني غواړي ، خلافت یی اعلان کړی او نوري سیمې تر خپلي ولکي لاندي راوستلو لپاره جګړه فرض بولي .

 اما  القاعده د ځمکو  د نیولو ، او حمکراني کولو فکر نلري ، بلکي یوازي دا غواړي چې نړیوال استعمار ي قوتونه دې د مسلمانانو حقوق ورکړي او پر هغوی دې ظلم نه کوي .

۲ –  د جګړې هدف :

    د القاعده د جګړې هدف یوازي صهیونیستي او صلیبي کافران  دي ، پر مسلمانانو باندي هغوی د برید هیڅ منشور  نلري ،که څه هم  هغه مسلمانان ، په اصطلاح طاغوتي واکمنان وي . دوی ورباندي د برید هوډ نلري .  له کله نه چې د القاعده بنسټ ایښودل شوی ، تراوسه پوري یې ټول بریدونه که په هرځای کې یې ترسره کړي ؛  پر غربيانو او د هغوی پر متحدینو  او د هغوی پر اهدافو یې کړیدي .

  ولی داعش بیا له پیل نه د جګړي هدف مسلمانان ګرځولي دي .  د شیعه ، سني په نوم جګړه یې ډېره ګرمه ساتلي ده ،  په لومړي سر کې امریکایانو او نورو غربي حکومتونو له داعش نه ډېره ستره خطره محسوسه کړه ، ځکه یې د هغه پرضد جنګي ائتلاف جوړ کړ ، خو وروسته  ورو ورو پوهـ شول چې ، داعش اصلاً په خپله له مسلمانانو سره خصوصاً له متعهدو ، متحرکو مسلمانانو سره  د جګړې هوډ لري ، نو یې په عراق او سوریه کې پر داعش بمبارونه او هدفي بریدونه کم کړل .

 ۳ –  دښمني :

   له القاعده او داعش دواړو سره په نړیواله سطحه مخالف شته ، خو توپیر یې دا دی چې له القاعده سره سیاسي مخالفت دی ، یعني حکومتونه یې مخالفت کوي ، ځکه چې  القاعده د هغوی ګټي تحدیده وي ، چې وایی د مسلمانانو خصوصاً د جزیرة العرب دمسلمانانو شتمني یې غصب کړي او د هغوی حریت یی سلب کړی دی . له همدې ځایه ده چې په ولسونو کې خصوصاً په اسلامي ولسونو کې د القاعده مخالفت ډېر کم حتی صفر دی . په زړه کې خلک ورسره خواخوږي لري .

    ولي له داعش سره مخالفت ، لومړی  د نا انساني کړنو له امله دی ، د یو کال په موده کې هغوی داسي جرائم انجام کړل  چې د ټولو انسانانو که مسلمان دي ، که نامسلمان ؛ په زړونو کې یې کرکه را پیدا کړه .   نژدې ده چې هغوی د دې عصر چنګیزي لښکر وګڼل شي .

۴ –  عقیده :

     له مذهبي پلوه القاعده او داعش دواړه  شخصي  تقلید لازم نه بولي ، ولی القاعده دا موضوع دومره جدي نه ګڼي ، چې د خپلي سیاسي او جهادي مبارزې محور یې وګرځوي ، په القاعده کې ډېر داسی ګروپونه موجود وو چې مقلدین وو ، لکه د کردستان د ابوحامد الکردي ګروپ  چې شافعي مذهبه و. او دا رنګه د تبت یغوري مسلمانان چې اکثره یې احناف وو ، او له القاعده سره تړلي وو .

  ولي داعش بیا دا موضوع دومره جدي ګڼي چې نه یوازي سلفیت ته معتقد دي ، بلکي تکفیري فکر لري ، تکفیري ډله هغه افراطي ډله ده چې د ګناه مرتکب کافر ګڼي ، که څه هم صغیره ګناه وي ، دوی وایی :  یوڅوک چې یوځل مسلمان وی نو هغه خو باید ګناه ونکړي که یې وکړه نو د خدای مخالفت یی وکړ ، د خدای مخالفت کفر دی ، لهذا د ګناه مرتکب کافر دی ، همدا وجه ده چې د داعش په نزد د هرچا مرګ جائز دی ، ځکه چې ګام پر ګام له یو مسلمانه هرو مرو خطا کیږي .  دوی وایي :  د ابوبکر بغدادي د خلافت دعوت خو لومړی مسلمانانو ته دی چې هغوی یې باید ومني او دا یو شرعي دعوت دی ، چې هغوی یې نه مني ، نو ګویا له شریعت نه یې سرغړونه وکړه او په دې سره سړی کافر کیږي . نو لومړی باید له هغو مسلمانانو سره جنګ وشي چې خلافت نه مني . له همدې امله  داعش اوس دجګړې هدف هرځای مسلمانان خصوصاً مجاهدین ګرځولي دی ، که په سوریه کې دی ، که په یمن کې دی او که په افغانستان کې  .

۵ –  قیادت :

 د القاعده قیادت او مشرتابه ډېر څرګند او معلوم الهویته اشخاص دی چې ډېر پخوانی مشر یې ، شهید عبدالله عزام ، بیا شیخ اسامه او اوس ایمن الظواهري دی ،  د دوی او د دوی  د نورو مشرانو بک ګراؤنډ ترډېره حده هرچا ته معلوم دی  او پیژني یي ،  ولي د داعش ستر مشر خلیفه ابوبکر البغدادي ، له هویت نه هیڅ څوک علم نه لري ، داسی نامعلوم او مجهول الهویته شخص چې په عراق او سوریه کې یې هم خلک له اصلي پیژندلو عاجز دي .

۶ –  افراد :

  د القاعده او داعش دواړو ډلو افراد له یوه خاص توکم او خاصي جغرافیې سره تړلي نه وي . بلکي د نړۍ له هري برخي دواطلبه مسلمان ځوانان د خپلي اسلامي جذبي له مخي له دوی سره یوځای کیږي .  خو القاعده همیشه د دغو وګړو په انتخاب کې ډېر دقت کوي ، تر میاشتو میاشتو پوري د هغوي پر روزنه او تربیه کار کوي ، بیا ګوري چې کوم نامطلوب کس وي او د دوی له مقرراتو سره سمون نه لري ؛ مستردوي یي . او له خپل تنظیمه یې شړي . نه داچې د خپلي ډلي د غټولو په منظور هرڅوک ورسره ملګری کوي .   ویل کیږي چې ابوبکر البغدادي هم د همدې تګلاري ښکار شوی دی . یعنی القاعده ته  د نامطلوبیت پر آساس له القاعدې څخه شړل شوی دی .

   همدا وجه ده چې  القاعده د ګوتو په شمار خلک لري ، خو هغه یې په اصطلاح رول ماډل او قابل خلک وي

خو برعکس داعش  بیا کوشش کوي چې په هره سیمه کې چې هرڅوک د دوی داعیې ته لبیک وایي ؛ دوی یې په پټو سترګو مني ، که څه هم هغه په سیمه کې رټل شوي او نامطلوبه اشخاص وي .  نو له یوې خوا د داعش انتهایي افراطي تګلاره او له بلي خوا د نامطلوبو اشخاصو له لوري پرمخ وړل ، داعش ته له نفرتونو او کرکي پرته بل هیڅ ورنکړل . دا لوبه یې په افغانستان او پاکستان کې هم د نورو عربي ملکونو په شان عملي کړه ، خو فکر کوم چې له ناکامۍ سره مخ شوه .

۷ –   تشبث :

  القاعده د خپلي مبارزې په ټول دوران کې د نړۍ په هرکونج کې د هغې سیمي له ځايي مسلمانانو سره داسی چلندغوره کړی چې یا خو يې د هغوی تر سیوري لاندي ژوند کړی او یا یې په هم آهنګي کې ورسره کړی ،  همدا وجه وه چې څانګي یې په هره سیمه کې وي ، مګر هیڅ کله یې مذهبي ، سمتي ، قومي او ژبني  تعصباتو ته لمن ونه وهله . په افغانستان کې یې هم د روس سره د جهاد پر مهال له مجاهدینو سره په همآهنګي ژوند درلود او له هغه را وروسته یې د اسلامي امارت سره په بیعت کې او د امارت تربیرغ لاندي خپله کړنلاره تعقیبوله . ځیني کارونه چې یې د امارت له اجازې او مشوري پرته ترسره کړي او پایله یې ناسمه وه ؛ پر هغو کارونو باندي یې ندامت او پښیماني څرګنده کړي .

   ولي داعش بیا دا ضرور بولي چې په هره سیمه کې دي د دوی بیرغ اوچت وی او خلک دې پرته له چون وچرا د دوی تر بیرغ لاندي شی او له مذهبی تقلیده دي ځان آزاد کړي او د خپلي سیمي د ټولو عنعناتو خلاف دې د دوی هدایات ترلاسه کوي او عملي کوي دي .  که داسی ونکړي نو جګړي ته دې تیار شی ، چې مخالفت کوونکی به وژل کیږی ، کور به یې ورانیږي ، ښځینه به یې مینځي کیږي او ماشومان به یي غلامان کیږي .

د سیمییزو خلکو په ټولو چارو کې مداخله کوي ، معتقدات او عنعنات یې تحقیروي ، په زور او جبر یې ورځینی منع کوي .  د دې ټولو کارونو عملي بیلګې موجودي دي .

۸ –  تمویل :

   د القاعده بنسټ ګر ، شیخ اسامه بن لادن که څه هم پخپله دومره شتمن وو چې ویل کیږي د سعودي حکومت یې د عراق په لومړۍ جګړه کې ۱۲۰ میلیارد ،  ریاله قرضداره وو .  خو نوموړی له خپلي ټولي شتمنۍ څخه  محروم کړای شو او د تنظیم د چلولو لپاره یې د نړۍ د مسلمانانو پر  انفرادي تبرعاتو تکیه وکړه چې هغوی به له حکومتونو په پټه تطوعي مرستي ورسره کولي .  هیڅ داسی سرچینه یې ترپایه ونه موندل شوه چې له هغه نه دي دوی په خلاص مټ توري پیسې ترلاسه کړي وي .

خو برعکس داعش د خپل ظهور سره سم  د یو ډېر شتمن غورځنګ په بڼه راڅرګند شو ان داچې د عراق د امریکا پلوي حکومت نه یې امکانات او پیسې ډېري وي .  ځیني خلک یې لامل د نفتو منابع بولي چې د عراق په ځینو برخو کې د دغي ډلي په ولکه کې دي .   خو ځیني بیا په دې عقیده دي چې د تورو پیسو ډېري لاري ورباندي راخلاصي دي .

۹ –  د علماؤ له نظره :

د القاعده شبکې مشران خپله هم  داسي خلک وو چې له علمي او فقهي وړتیا څخه ښه برخمن وو ،  لکه عبدالله عزام چې په لسګونو فقهي او اسلامي کتابونه یی تصنیف کړي دی . او په نړۍ کې خصوصاً په عربي نړۍ کې اکثریت مخورو دیني پوهانو په مجموع کې د القاعده له داعیې څخه ننګه کوله او کوي یې .  مګر ځیني انفرادي کړني یې وخت ناوخت علماؤ هم ناسمي ګڼلي . لکه شامي عالم علامه المقدسي او اردنی ابوقتاده د القاعده کلک ملاتړي دي ، مګر د یولسم ستمبر له پیښې او په ریاض کې د دوه زره دریم کال چاودنو سره یې توافق نه درلود . داسی نوري بیلګې یی هم شته .

مګر  د داعش  رهبري نه په خپله لازم دیني پوهاوی لري او نه  د فتوا لپاره د علماؤ ملاتړ لري .  یعني نه یوازي داچې د داعش انفرادي کړني د عربي نړۍ د مشهورو علماؤ له لوري غندل شوي ؛ بلکي د داعش ټول آساس د هغوی (علماؤ) له نظره قابل انتقاد دی .

۱۰ –  نتیجه : 

      القاعده د خپلي داعیې لپاره چې نړیوال جهاد پیلول  ؤ؛  ترډېره حده په بریالیتوب سره کار وکړ ، یعني د نړۍ په ډېرو برخو کې د دوی په هڅو او ملاتړ سره جهادي تحریکونه یا خو له سره احیاء شول او یا وغوړیدل ، لکه په صومال ، چیچین ، نایجیریا ، سوریه ، عراق  ، یمن او داسی نور … سیمو کښې .

  او داعش لومړی تنظیم دی چې د دغو تحریکونو د ځپلو لپاره یې هڅي پیل کړي دي .  اکثرو ته یې خط کش کړی چې یا خو ورسره خلافت ومني او یا جګړې ته تیار سي .  تراوسه په نایجیریا کې بوکوحرام ، او په مصري ټاپو (سیناء) کې جنګیالیو د داعش سره یوځای والی اعلان کړی دی .  او د شام جبهة النصره او یمن انصارالشریعة لخوا یې بیعت مسترد شوی چې له امله یې تراوسه  په سلګونه کسان د داعش له لوري په شهادت رسیدلي دي .

   لنډه داچې د ډېرو څیړونکو له انده ، د یادو دوو تنظیمونو ترمنځ  ، ترټولو ستر توپیر  دا دی :  کومي هڅي چې القاعده د غرب په وړاندي له اوږدې مودې راهیسي أنجام کړي وي ، او د خپلي داعیې لپاره یې څه ناڅه جنګي خوځښتونه رامنځ ته کړي  ؤو ، او لویدیځ ته یې سرخوږی جوړ کړی ؤ ؛  ممکنه ده چې هغه ټولي هڅي د داعش له لوري له رکود سره مخ شي ، چې غرب او متحدین یې دا کار په ډېر لوړ قیمت هم نشي  ترسره کولای .

    پای ……………………… !!!

         موسی فرهاد  

          2015-07-04

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button