ننګرهار: د کامې ولسوالۍ د استخباراتو مدېر ووژل شو
عزم(یکشنبه، ۲۲ غویی ۱۳۹۸): د ننګرهار ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر په یوه برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز شمشاد ته پیښه منلې او زیاته کړې یې ده چې حاجي هارون نن ماښام د یادې ولسوالۍ اړوند شهید خدای دوست لیسې ته څیرمه د نامعلومه وسلوالو په ډزو کې و وژل شو.
هغه ویلي چې د پيښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي خو تر دې مهاله د یادې پیښې په تړاو څوک ندي نیول شوي.
طالبانو تر اوسه د یاد برید په اړه سه ندي ویلي خو د پروان په نجراب ولسوالۍ افغانیه سیمه کې یې د ذبیح په نوم یو تن اربکي قومندان د وژلو ادعا کړې ده.