مسیر:پر بې ارزښته مسائلو ټینګار او د واک انحصار به حکومت“کندې ته وغورځوي“

 

عزم (یک شنبه،۲۲ ،غویي،۱۳۹۸)
د مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا او طالب استازو سره وروستیو خبرو او د حکومت بې باکه دریځ ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې،

“امریکا له ټول قوت سره سره اوس طالبانو ته ځانګړی ارزښت ورکوي، نو حکومت ته پکار ده چې خپل دریځ بدل کړي، که نه په طبیعي ډول زیان کوي؛ کله چې امریکا له طالبانو سره توافق کوي او آن معامله ورسره کوي، نو دا لرې نه ده چې یو مخ به اوسني حکومت ته شا کړي“

د ورځپاڼې په باور، د حکومت له خوا پر بې ارزښته او کم ارزښته مسایلو ټینګار، د واک د انحصار او دوام حرص او له روانو حالاتو کمزوری درک به نه یوازې اوسني چارواکي “کندې ته وغورځوي“، بلکې افغانستان به هم له ستونزو سره مخ کړي.

وځپاڼه زیاتوي، په کابل کې لا هم دا فکر واکمن دی چې امریکا به ور سره مرسته کوي او دوی به له طالبانو سره همداسې جګړې ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې همدا تېروتنه موږ یوې بلې تیارې ته وړي.

مسیر د امریکا لخوا د افغان سرتیرو له بودیجې نه د ۶۰۰ میلون ډالرو کموالي ته په اشارې سره ویلي که پر تاریخ له ټینګار او احساساتي خبرو را تېر شو، له امریکا پرته، نه دا حکومت دوام کوي او نه هم بل داسې کوم بدیل شته چې د امریکا ځای ډک کړي، نو په وینا یې چې “حکومت ته پکار ده چې خپل دریځ ته له سره کتنه وکړي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button