د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اووم پړاو به ژر پیل شي

عزم (سه شنبه،۲۴،غویي،۱۳۹۸)

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین  ویلي چې تمه ده له امریکا سره د خبرو اوم پړاو په لنډ وخت کې په دوحه کې ترسره شي.
نوموړي د نن ټکی آسیا ویبپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، “بله ناسته به په نږدې ورځوکې وي خو تاریخ یې نه ده معلوم چې کله به شي”
بلخوا بیا ویسا ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د مذاکراتو  بل پړاو په راتلونکو دوو اونیو کې له امریکا نه د واشنګټن د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر راستنېدو وروسته پیل شي.
پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین رسنیو ته ویلي،  په ۷ پړاو کې به دواړه لوري د خبرو پر هغو جزئیاتو بحث کوي چې لا توافق ته نه دي پرې رسیدلي.

ورځپاڼې ویلي،  د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ په نږدې ورځو کې د اووم پړاو خبرو د پیلیدو راپورونه داسې مهال دي، چې ویل کیږي په جرمني کې د سولې په تړاو د یوې سترې غونډې، چې د افغانستان له مختلفو اقشارو به پکې خلک ګډون ولري، د جوړېدو هڅې روانې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button