د اشغالګرو د جرائمو په وړاندې مظاهرې او لاريونونه

فاتح افغان:

له څه مودې راهيسې د دښمن وحشت له پولو اوښتی، په بې دفاع ملکي وګړو باندې يې ظلم اوج ته رسيدلی، – د اسلامي مقدساتو توهين، نواميسو ته په سپکه کتل، د کورونو نړول، د ماشومانو، تورسريو او بې دفاع ولسي وګړو بېدرېغه وژل – هغه جرائم او جنايتونه دي چې تقريبا هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ څخه يې موږ د پيښيدو خبرونه اورو.

د دې ټولو ظلمونو ميچن په افغان مسلمان ولس چليږي، خو په دې زړه بوږنوونکو جنايتونو او جنګي جرائمو د نړيوالو سکوت او چوپتيا دښمن ته دا جرات ورکړی چې په ډيره بې باکۍ مکررا خپل جرائم ترسره کړي، متاسفانه په ټوله نړۍ کې دومره څوک نشته چې د اشغالګرو امريکايانو د ښکاره او سترو جنګي جنايتونو تشه غندنه وکړي.

دا چې موږ تاسې مسلمانان يو او افغانان يو، بايد موږ تاسې نه د حاقدو صليبيانو رحم ته په تمه کښينو، نه د کفر له حلقه بګوشو غلامانو څخه د خير تمه ولرو، او نه د تش په نامه نړيوالو انساني سازمانونو انصاف ته انتظار وباسو، موږ تاسې بايد له دغه مشکل څخه د ځان ايستلو لپاره خپله لاس په کار شو. 

مسلمانان د ظلم په وړاندې نه لاس تر زنې کښينني، او نه يوازې په اوښکو تويولو بسنه کوي، د الله جل جلاله د نيکو بنده ګانو يو صفت دا دی چې کله ورباندې د کفارو له لوري ظلم وشي غچ اخلي، {وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ }الشورى39 د الله مؤمن بندګان هغه دي چې کله ورباندې ظلم وشي هغوی غچ اخلي.

د اشغالګرو او دهغوی د غلامانو د ظلم په وړاندې تر ټولو مناسبه لاره د هغوی په وړاندې مسلح جهاد دی، دا هغه لاره ده چې الله رب العالمين د مکې د مشرکانو د ظلم وړاندې خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه اصحابو رضي الله عنهم ته په ګوته کړې ، قال الله تعالی: {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ }الحج39

هيڅ يو مسلمان افغان بايد دا فکر ونه کړي چې زه په ښار کې دننه اوسم، زما سر په امن ده، په کليو او اطرافو کې که چاپې غورځي، کورونه نړيږي، خلک وژل کيږي هيڅ پروا نشته.

مسلمانان يو تن او يو وجود دی د مسلمان ورور يو حق دا دی چې ظالم ته به يې نه ورپرېږدې چې ظلم ورباندې وکړي بلکه تر خپله وسه به ورڅخه دفاع کوې او له ظلم څخه په وتلو کې به کومک ورسره کوې.

عن ابن عمر رضي الله عنهما أنَّ رَسُولَ الله – صلى الله عليه وسلم – قَالَ : « المُسْلِمُ أخُو المُسْلِمِ ، لا يَظْلِمُهُ ، وَلا يُسْلِمُهُ . مَنْ كَانَ في حَاجَة أخِيه ، كَانَ اللهُ في حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً ، فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ كرَبِ يَومِ القِيَامَةِ ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِماً سَتَرَهُ اللهُ يَومَ القِيَامَةِ » . مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .

له حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: مسلمان د مسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندې کوي، او نه به يې چا ته پريږدي چې ظلم پرې وکړي (بلکه مرسته به يې کوي او دفاع به ترې کوي) او څوک چې دمسلمان ورور د حاجت پوره کولو هڅه کوي الله تعالی به دهغه حوائج پوره کړي، او څوک چې له يو مسلمان څخه غم لېرې کړي الله جل جلاله به يې په مقابل کې د قيامت له سختيو يوه سختي له ده څخه ليرې کړي، او څوک چې په يو مسلمان پرده واچوي الله جل جلاله به يې د قيامت په ورځ دهغه په عيوبو او ګناهونو پرده واچوي.

که چيرته څوک د کوم شرعي عذر له امله نشي کولای د مسلح جهاد په صف کې ودريږي، هغوی بايدهڅه وکړي چې د خپل وس په اندازه د روان ظلم په وړاندې خپل ږغ پورته کړي، د ږغ پورته کولو يوه بهترينه لار مظاهرې او لاريونونه دي چې په دې وروستيو کې يې په بيلابيلو ولايتونو کې لړۍ تونده شوې، افغان مجاهد ولس له دغې وسيلې څخه بايد اعظمي استفاده وکړي، ترڅو هیوادوال او نړيوال د امريکايانو او دهغوی د ګوډاګيانو له جنګي جرائمو څخه خبر او د باوجدانه او منصفو انسانانو خواخوږي خپله کړي.

ځينې خلک په دې بانه په مظاهرو او لاريونونو پسې بد وايې چې ګواکې غربي دود دی او له کفارو سره د مشابهت له امله يې ناروا او حرامې ګڼي.

خو تاريخي شواهد په دغو ادعاوو د بطلان کرښه راکاږي او دا جوتوي چې زموږ تاسې اسلافو د ظلم د له منځه وړلو او نهي عن المنکر په موخه لاريونونه او پرلتونه کړي، او د خپلو حقوقو د اعادې لپاره يې احتجاجونو او مظاهرو ته مخه کړې، او ډيره جالبه دا چې علماوو او منورينو به دغه ولسي پاڅونونه رهبري کول.

لاندې موږ له څو تاريخي مصادرو څخه د همداسې څو پيښو تذکره راخلو چې په دې دلالت کوي چې له استعمار وړاندې په اسلامي نړۍ کې دغه دستور رواج درلود او دا کومه غربي او دخيله پديده نه ده.

علامه ابن جوزي رحمه په خپل کتاب المنتظم في تاريخ الملوك والأمم (ج16/ ص94) د 458هـ کال يو پرلت ذکر کوي او وايي:  

د هټيو له تړلو وروسته ډير خلک راټول شول او د دار الخلافت (بغداد) په لوري ولاړل داعيان او علماء يې وړاندې روان وو او بې له ډاره يې د روافضو د ځينې کړنو غندنه کوله، خليفه ورته خلک راوليږل چې موږ هم هغه څه تقبيحوو چې تاسې يې غندئ.

د همدې کتاب په (ج16/ص138) د کال 464هـ پيښو په اړه وايي: سبا ته حنابله د ماڼۍ په مسجد کې راغونډ شول له ځان سره يې شيخ ابو اسحاق الشيرازي او د هغه ملګري هم داخل کړل او د فحشاء خونو او شراب پلورنځيو بندولو غوښتنه يې کوله آخر امير المؤمنين د دې کار وعده ورسره وکړه.

مشهور عثماني سياح اولياء چلپي (مړ۱۰۹۵ هـ ) په خپله سفرنامه کې د يو لاريون انځور کشي په دې ټکو کوي : چې کله د ازهر علماوو د پاڅون اعلان وکړ له جامع څخه اووه سوه کسان راووتل بيرغونه يې هسک کړي و، خدايه خير! د دوی پاڅون خو سختی کې انتها ته رسېدلی 1/262.

علامه جبرتي په خپل تاريخ عجائب الآثار د عثماني قاهرې د دغو مظاهرو ډېرې پېښې ذکر کړي چې کله به د امراوو او واکمنانو له لوري ظلمونه او باجونه زيات شول عوام به راوپارېدل دکانونه او بازارونه به يې وتړل، ډلې ډلې به جامع ازهر ته راتلل، له سترو علماوو لکه شيخ احمد الدردير او شيخ عبد الله الشرقاوي د جامع ازهر مشايخ او طالبان به هم راټول شول، د مدرسې دروازې به يې وتړلې درسونه به يې بند کړل، کله کله به په مسجد کې آن د آذان او لمانځه بندولو ته نوبت ورسېد، بيا به علماء له واکمنانو سره د خبرو اترو لپاره ورغلل او د ظلم بندولو، د بې ځايه ټکسونو د لېرې کولو او د حقوقو د اعادې غوښتنه به يې ورڅخه کوله. عجائب الآثار للجبرتي: ١/٦٠٩، ٢/١٦٦.

دا چې د بې ګناه انسانانو د ژوند ژغورل يو سپيڅلی هدف دی، د دې سپيڅلي هدف د لاس ته راوړلو لپاره بايد له هر ډول وسيلې څخه کار واخيستل شي څو پورې چې شرعي حرج پکې نه وي، بناء افغان مسلمان ولس د مسلح قتال ترڅنګ بايد د اشغالګرو پر ضد لاريونونو ته هم مخه کړي، په سترو ښارونو کې مظاهرې تنظيم کړي، او د اشغالګرو او دهغوی د ګوډاګيانو د جرائمو پر وړاندې يې خپل ږغ اوچت کړي.

اما دا يو خبره بايد درک کړل شي چې مظاهرې او لاريونونه هيڅکله دمقدس مسلح جهاد بديل نشي جوړيدلی البته ممد او معاون يې ګرځيدلی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button