د پلچرخی غميزه او د بشر پالو چوپتيا.!

لیکوال: م. جميل باور

وړمه ورځ د کابل د پلچرخي وحشي زندان کې د بې واکه ریژیم د مزدورو عسکرو لخوا د یوپلان شوي برید په پایله کې په لسګونو بې وسلې مظلوم زندانیان شهیدان او زخمیان شول، چې د معلوماتو په اساس څلور زندانیان شهیدان اولسګونه نور زخمیان شوي دي.

د پلچرخي د وحشي زندان څخه ځینو زندانیانو رسنیو ته ویلي چې عسکرو ناڅاپه په سیاسي بې وسلې او محکومو زندانیانو دلویو وژونکو وسلو پرمټ، د ټولو بشري او اخلاقي اصولو خلاف حمله وکړه، زندانیان یې راوپارول اوجګړه رامنځ ته شوه.

د نظام عسکرو بي هوښه کوونکي او زهرجن ګازونه هم کارولي. دا ټول کارونه په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو له لوري هروخت د جګړو په ډګرکې نیول شوي ګوډاګي عسکرخوشي کیږي، د زخمیانو درملنه یې کیږي او د بېرته تګ له پاره د لارې کرایه هم ورکول کیږي.

دا چې ګوډاګیو عسکرو د جګړې په ډګر کې د مجاهدینو په وړاندې ماته خوړلې او هره ورځ يې د حاکميت کړۍ تنګيږي، اوس یې د انتقام اخیستو له پاره په زندانونو کې دپلان شویو حملو له لارې د مظلومو بې وسلې زندانیانو وژلوته مخه کړې.

څه شول په اصطلا ح بشرپالان؟ د بشري حقونو دعوه کوونکي ولې خاموشه دي؟ او څه شول مدني فعالان اوهغه خلک چې له طالبانو نظام سره د سولې او اوربند غوښتنې کوي؟

ایا اسلامی امارت به له داسې چاسره د سولې خبری وکړي چې په کلیو او بانډو کې په بې دفاع ولس شپنۍ چاپې وهي، بې توپیره وژني کوي، عام المنفعه ځایونه تخریبوي، د افغان مسلمان ملت ناموسونو ته خپل مردارلاسونه اچوي، زمونږ خویندي زندانونو ته وړي، په بې وسلې زندانیانو بریدونه کوي او د خپلو صلیبي بادارانو د خوښۍ له پاره نور ډیر د بې غیرتي کارونه کوي؟ هيڅکله نه!

زه د یو مسلمان افغان په توګه له طالب مجاهدینو ورونو هیله کوم چې دګوډاګیانو سره په ځینو مواردو کې ورته عمل وکړي، ترڅو وپوهیږي چې د دوی هرعمل عکس العمل لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button