فراه: د ملي اردو په هوانونو کې دوه ماشومان وژل شوي

عزم (یک شنبه،۲۹،غویي،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې تیره ورځ تر غرمې وروسته افغان ځواکونو د فراه ولایت په مرکز کې د “ریګي” په نامه سیمه باندې د هوانونو برید کړی چې په نتیجه کې یې ملکي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.
خبر زیاتوي، د ملي اردو ځواکونو د طالبانو د شتون په پلمه د خلکو کورونه هدف ګر ځولي چې له کبله یې د کلي ۲ماشومې انجونې شهیدانې او یو ماشوم هلک پکي ژوبل شوی دی.
خلک وایي د ځاني زیان سربیره ورته بیساري مالي تاوانونه هم اوښتي دي.
که څه هم حکومت د پیښې قربانیان ټول وسلوال طالبان بولي خو د سیمې خلک وایي چې د برید پر مهال په سیمه کې هغوی شتون نه درلود او نه هم کوم زیان لري.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونو د فاریاب ولایت دچهلګزي په سیمه کې پر یوه صحي کلینیک بمبارۍ کړې چې تعمیر یې تر ډیره تخریب شوی، ادویه او سامانونه یې له مینځه تللي دي.