د ټاکنو کمېسیون د پخوانیو غړیو دوسیې سترې محکمې ته سپارل شوي

عزم(یکشنبه، ۲۹ غويي ۱۳۹۸): د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د ټاکنو کمېسیون د پخوانیو غړیو دوسیې یې سترې محکمې ته سپارلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمېشد رسولي وايي، د ټاکنو کمېسیون د پخوانیو غړیو د دارلانشاء او معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس په ګډون د ۴۹۵ تنو  دوسیې سترې محکمې ته استول شوي دي.

دی وايي، د ۱۲ مهمو غړیو د دوسیو څېړل یې بشپړ کړي او د نورو کار روان دی.

د رسولي په خبره، د ټاکنو کمېسیون د د دارلانشا او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی رئیس، اووه غړي، د ټاکنو کمېسیون شکایتونو د کمېسیون ۳غړي او د ولسي جرګې د ټاکنو د کونړ او بدخشان د ټاکنیزو حوزو مسوولین د درغلیو په او سرغړونو په تور مسوول ګڼل شوي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې تېرکال ترسره شوې، چې په ټاکنو کې د پراخ فساد له امله حکومت اړ شو، چې د ټاکنو کمېسیون غړي په یو مخیز ډول بدل کړي.

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې تېره اوونۍ په بشپړه توګه اعلان شوې او نوې ولسي جرګې په کار پیل وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button