ګډوځواکونو په هلمند، غزني او ننګرهار کې ۱۳ ملکي هیوادوال شهیدان کړي

 

عزم (دوشنبه،۳۰،غویي،۱۳۹۸)

راپورونه وایي چې افغان – امریکایی ځواکونو د افغان ضده عملیاتو په لړ کې یوځل بیا د هلمند په ګرشک، د غزني په دهیک او د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالیو کې ګڼ شمیر بې دفاع هیوادوال وژلي دي.

خبر زیاتوي،تیره شپه ناوخته دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍدقلعه ګز په سیمه کې ګډوځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او ځایي خلکو ته یې پراخ زیانونه ور اړلي دي.
د خلکو په وینا، امریکایان او افغان ملګري یې سیمې ته په چورلکو کې ورغلي او د مالي زیانونو د ور اوښتو سربیره یې ۸ تنه بې ګناه ولسي هیوادوال شهیدان کړي دي.

بل لور ته حکومت ادعا کړې چې د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یې د یوې بمبارۍ په نتیجه کې ۱۸ تنه وسلوال طالبان وژلي، خو سیمیز خلک دا کسان هم ولسي افغانان یادوي.
د سرچینو په وینا، بربد د بې پیلوټه الوتکې په مټ د سپرلیو پر لیږدوونکي موټر شوی چې په پایله کې یې ۳ تنه ملکي کسان چې د کلي ملا امام هم په کې شامل وه، وژل شوي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي په ټټنک سیمه کې پر یوه کور چاپه وهلې او دوه ۲ تنه ملکي کسان یې ځای پر ځای شهیدان کړي دي.
د ګډوځواکونو لخوا د دې جنایاتو دوام داسې مهال مخته راځي چې حکومت او امریکایان یوځل بیا له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تیاری نیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button