د کابل ښار دوغ اباد کې یوې پوستې سقوط کړی

 

عزم(دوشنبه، ۳۰ غویی ۱۳۹۸): تیره شپه د کابل ښار په دوغ آباد سیمه کې طالبانو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې مرګ ژوبله یې اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه برید د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند دوغ آباد سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.

هغه ویلي چې په برید کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلې ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې برید کې یې اته پولیس وژلي، وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.

هغه همدا راز د خپلو دوه ملګرو ټپي کیدل هم منلي خو نصرت رحیمي بیا وایي چې دوه طالبان وژل شوي دوه نور ټپیان شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button