یوناما: فساد د سولې په لاره کې لا هم یو خنډ دی

عزم(دوشنبه، ۳۰ غويي ۱۳۹۸): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت«یوناما» په خپل نوي راپور کې ویلي، فساد لا هم د افغانستان د سولې په لاره کې یو بنسټیز خنډ دی.

په افغانستان کې د یوناما دفتر استازې رومانا شوایګر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، فساد په حکومتي ادارو کې د خلکو باور له‌منځه وړی او د سولې پر وړاندې بنسټیز خنډ ګرځېدلی دی.

دې وویل، افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پرله‌پسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.

شوایګر وویل:« په ریښتیني ډول د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه اساسي اړتیا ده. ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوي، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅې وکړي څو په افغانستان کې ریښتینولي، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شي.»

د دې په خبره، فساد په افغانستان کې د افغانانو د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کړي، پر حکومت یې د خلکو باور له منځه وړی، د سولې په وړاندې خنډ دی، د قانون حاکمیت کمزوری شوی او جرمونو زور اخیستی دی.

افغان حکومت تل له اداري فساد سره د مبارزې خبره کوي؛ خو په افغانستان کې ورځ تر بلې اداري فساد ډېرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button