حمدالله محب: د امریکا سره ملګرتیا مو“د وینې د شراکت“ له امله ده

 

عزم (چهار شنبه،۱،غبرګولی،۱۳۹۸)

د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې ترڅو میاشتو تبعید وروسته یې تیره ورځ تازه اجازه ترلاسه کړې وه،  څو له امریکایي چارواکو سره په ګډه ناسته کې ګډون وکړي،  د امریکا اوګډحکومت ملکرتیا  “دویني شراکت“ وباله او زیاته یې کړه چې ‹‹ له امریکا او نړیوالو متحدینو سره زمونږ ملګرتیا د وینې، زیار اېستلو او قربانۍ ورکولو پر بنسټ ولاړه ده››

محب د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د جنګیدونکو امریکایي سرتیرو له قربانۍ د مننې تر څنګ وویل؛ افغانان د امریکا د بیسارو مرستو پوروړي دي او هیڅکله به یې له یاد ونه باسي.
نوموړي په ځانګړي توګه د کابل د امریکایي پوهنتون یادونه وکړه چې دغه پوهنتون افغانستان ته خورا زیات کدرونه روزلي دي.
پر یاد پوهنتون تور دی چې په افغانستان کې مسیحیت ته د دعوت چارې مخته وړي.
محب وویل  ،

«د پراختیا او بیاجوړونې په بهیر کې، مونږ د نړیوالو همکارانو، په خاص ډول د امریکا د متحده ایالتونو د بې سارې همکارۍ ستاینه کوو، داسې همکارې ده چې د وینې، زحمت ایستلو او قربانی کولو پر بنسټ ولاړه ده.»

محب داسې مهال د امریکایانو او حکومت د ویني او قربانۍ د شراکت ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې امریکایانو له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې پرمختګونه کړي خو په عین حال کې یې د افغان ځواکونو په مرسته پر ملکي افغانانو شپنیو چاپو او بمباریو ته هم زور ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې امریکایي چارواکو دوه میاشتې وړاندې وروسته تر هغه له محب سره خپلې اړیکې پرې کړې، کله چې نوموړي د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر هڅو نیوکې وکړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button