پاکستان په ۱۰ ویکټو ۲۶۲ منډې افغانستان ته وکړې

 

عزم(جمعه، ۳ غبرګولی ۱۳۹۸): نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکي نړیوال کپ لپاره تمریناتي لوبه وه چې پاکستان د توپوهنې په ډګر کې ۲۶۲ منډې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره وکړې.

د پاکستان له لوري بابر اعظم او شعیب ملک ښه وځلیدل چې بابر ۱۱۲ او شعیب بیا ۴۴ منډې وکړې خو نور ټول لوبغاړي یې د افغان توپ اچوونکو په وړاندې ونتوانیدل او زر زر وسوځیدل.

افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه.
محمد نبي ۳ لوبغاړي له مخې لرې، راشد او دولت بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول، حمید حسن او افتاب عالم هم یو یو لوبغاړی اوټ کړل.

اوس داپوښتنه ده چې ایا افغان لوبغاړي به دغه منډې پوره او لوبه به وګټي که به د نورو دریو لوبو په څیر دا هم پاکستان وګټي.

د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان تر دې مخکې درې لوبې کړي چې درې واړه یې پاکستان ګټلي خو اوس افغان لوبغاړي د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي دي او کولی شي چې د نړۍ مخکښې لوبډلې ماتې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button