کبیره ګناهونه په اسلام کې کوم دي ؟

حبیر افغان

هره لویه او ستره ګناه په اسلام کې کبیره بلل کیږي . مګر علماؤ دهغو د تحدید او معلومولو لپاره ځیني ظابطې مقرري کړي دي . ځیني علماء فرمایي چې کبیره هره هغه ګناه ده ، چې د هغې لپاره په دنیا کې شریعت کومه سزا مقرره کړې وي . لکه د یو چا وژل ؛ زنا کول ؛ شراب چیښل …. یا د هغو په اړه په نصوصو کې ډارونه په اور سره راغلې وي او یا یې په اړه د غضب ، لعنت ،عذاب … او دې ته ورته کلمات راغلي وي لکه : سود کول ؛ د ورځو کښل ؛ د مور اوپلار نافرماني کول ؛ چغل خوري کول ؛ پر بدن باندي شنه داغونه ایښودل . بیا د کبیره ګناهونو په منځ کې د یوې له بلي سره د وړوکوالي او لوی والي په اعتبار سره تفاوت شته .
علماء کرامو د کبیره ګناهونو شمېر مختلف ښودلی دی . ځیني وایي چې اوه دي . ځیني وایي چې اویا دي او ځيني علماء بیا پر دې اند دي چې کبیره ګناهونه تر اوو سوو پوري دي . ځیني یې په لاندي لیکنه کې ذکر کوو :
• دالله تعالی سره شریک نیول
د الله تعالی سره شریک نیول له ټولو سترو ګناهونو څخه غټه ګناه ده .شرک بیا پر دوه قسمه دی : اول دا چې د الله تعالی سره بل څوک شریک ونیسي او د کاڼي یا وني ، لمر یا سپوږمۍ او یا ستوري او اور عبادت کوي . دغه ځکه له ټولو ستر شرک بلل کیږي چې دغه الله تعالی په هیڅ حال کې هم نه بخښي . مګر داچې له خپلي دې ګناه څخه توبه وکړي . دوهم قسم یې په اعمالو کې ریاء کول دي ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ان یسیرالریاء شرک .
• بې ګناه انسان وژل
د داسي نفس وژل ، چې الله تعالی د هغه وژل حرام کړي وي او د داسي کار کوونکي سزا یې د تل لپاره د دوزخ اور ښودلی دی .
• جادو کول
جادوګر د خپلو حاجتونو او ضروریاتو د پوره کولو لپاره د الله تعالی او لمانځه لورته د توجه کولو پر ځای پیریانو او شیطانانو ته توجه کوي . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :څوک چې جادو کوي ، جنت ته به داخل نشي .
• لمونځ پرېښودل
لمونځ د دین ستنه او د رب او د هغه د بنده تر منځ یو پیوستون دی . څوک چې لمونځ پرېږدي ، ګواکه هغه دین پرېښودی .
• فرض زکاة نه اداء کول
ډېر داسي کسان شته چې د فرض زکاة له اداء کولو څخه برالا انکار کوي او هغه نه اداء کوي . دغه له هم کبیره ګناهونو څخه یوه ده او د زکاة پر نه اداء کوونکي د خدای غضب اوري .
• په روژه کې د ورځي روژه ماتول
د روژې د میاشتي روژې پر هر مسلمان فرض دي . ځکه یې افطار له کوم شرعي عذر پرته جائز نه دی . که څوک له عذر پرته روژه ماته کړي ، بیا که ټول عمر روژه ونیسي ، د هغي یوې روژې ثواب به ونه مومي .
• د مور او پلار نافرماني کول
د مور او پلار نافرماني کول هم له هغو سترو ګناهونو څخه یوه ده، چې الله تعالی حرامي کړي دي . الله تعالی په کبیره ګناهونو کې له شرک وروسته دوهمه مرتبه د ګناه د ستروالي په اعتبار سره د مور او پلار د نافرمانۍ کولو ګرځولې ده .
پاملرنه …………. : له دې پرته نور هم کبیره ګناهونه شته لکه : زنا کول ؛ د یتیم مال خوړل ؛ سود کول ؛ د قریبانو سره قطع تعلقي کول ؛ کبر ؛ د دروغو شاهدي اداء کول ؛ په ناحقه د خلګو مال خوړل ؛ شراب چیښل ؛ غلا کول ؛ پر پاک لمنو ښځو تهمت لګول ؛ د جنګ له ډګر څخه تیښته کول ؛ د نارینه وو د ښځو مشابهت اختیارول او د ښځو د نارینه وو مشابهت غوره کول او داسي نور ……..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button