طالبان: د بندیانو د شکنجې په اړه د یوناما راپور مغرضانه دی

 

عزم(یکشنبه، ۵ غبرګولی ۱۳۹۸): په کابل کې د یوناما له دفتر څخه په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له څو تنو هغو بندیانو سره یې مرکه کړې چې تازه د طالبانو له بند څخه ازاد شوي وو ورته ویلي یې دي چې طالبان له بندیانو سره ناسم چلند کوي او یا بندیان شکنجه کوي.

طالبانو د یوناما د راپور په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې «موږ د یوناما دغه یو لوریز راپور مغرضانه او له واقعیت څخه خلاف بولو»، یوناما په ځای د دې چې «د کابل ادارې او امریکایانو په زندانونو کې د بد وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، هڅه کوي د غلطو معلوماتو پر اساس د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند ته مواد برابر کړي.»

اعلامیه کې راغلي «د کابل ادارې د عسکرو لخوا په روانه میاشت کې د پلچرخي په زندان کې په بندیانو باندې مخامخ ډزې چې ګڼ شمیر بندیان په کې شهیدان او ټپیان شول، ورسره په بګرام کې له بندیانو سره بد چلند چې په کراتو يې راپورونه خپاره شوي، همدا راز د کابل ادارې د استخباراتي دستګاه په توقیف ځایونو کې له بنديانو سره بد او وحشیانه چلند ټول د یوناما له نظر څخه پټ دي، خو د څو تنو هغو بندیانو د خبرو په استناد يې غلط راپور ترتیب کړی چې په ارزګان کې له زندان څخه خلاص شول او د کابل ادارې د چارواکو لخوا د تبلیغاتو په بڼه استفاده ترې وشوه.»

طالبانو ویلي چې څه موده وړاندې یې د بادغیس ولایت کې سل تنه هغه بندیان ازاد کړي چې د جګړې په ډګر کې نیول وي وو، ویډیو یې هم نشر شوه چې د هیڅ شکنجې اثار نه وو پکې بلکې د کور کرایه هم ورکړل شوه او خوشې شول چې یوناما پرې هیڅ راپور خپور نکړ خو د کابل ادارې له لوري هغه راپور یې راخیستی چې هڅه شوې د طالبانو پر ضد ترې تبلیغاتي ګټه واخیستل شي.

طالبانو ویلي «موږ د یوناما مغرضانه راپور په کلکه ردوو او د یوناما د کابل چارواکي د پروپاګند پرځای خپلو اصلي مسئولیتونوته چې د ملکي افغانانو د وژلو، بندیانولو او بمبارولو په اړه يې لري متوجه کوو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button