په ارګ کې د فحشاء د ترویج په هکله څیړنې کیږي

عزم (دوشنبه، ۶،غبرګولی،۱۳۹۸)

وروسته تر هغه چې  د ولسمشر غني دوو پخوانیو مشاورینو ادعا وکړه چې په ارګ د فضل فضلي په مشرۍ د یوه خاص ټیم لخوا د تن فروشي او فحشاء د ترویج پراخې هڅې روانې دي، دې قضیې پراخ پوښښ خپل او ارګ یې غبرګون ښودلو ته اړ کړ.
څوورځې وړاندې د اشرف غني د ځانګړې امنیتي ساتنې پخواني ستر سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي له خوا  ادعا وشوه، چې یو شمېر وزیران، د ولسمشر غني سلاکاران او ولسي جرګې وکیلان “د اخلاقي فساد خپورولو” رول لوبوي؛ دغه ادعا د مریم وردګ په نامه د یوې بلې سلاګارې لخوا هم تائید او په ارګ کې یې د میرمنو پر تن فروشي  اقرار وکړ.

دې څرګندونو ته په غبرګون کې د اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وویل، چې دا قضیه به د ځانګړي ټیم له خوا وڅیړل شي خو په وینا یې چې تور لګوونکي مشاورین باید لویې څارنوالي ته خپل اسناد او شواهد وړاندې کړي.
که څه هم جنرال احمدزی ادعا کوي چې له کابل نه یې ۷ زره رایې وړې خو د ارګ د فلټرینګ ځانګړي ټیم یې پرځای یو شمیر نجونې چې ۴ یا ۵۰۰ رایې یې وړې وې د تن فروشي په بدل کې انتخاب کړې خو چخانسوری، بیا د نوموړي لخوا لګول شوي تورونه د انتخاباتي ماتې له امله بولي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په ګډحکومت کې دا ډول قضیې منځ ته راځي تر دې وړاندې د فوټبال پر ښځینه ټیم، د پوځ لیکو، رسنیزو ټیمونو،  روغتیایي کارکوونکو او یو شمیر نورو بنسټونو کې هم د ورته جنسي ځورونو ادعاوې د ثبوتونو ترکچې رسیدلې وې، خو حکومت یې تر اوسه پر وړاندې غوڅ غبرګون نه دی ښوودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: