ورځپاڼه:هند د طالبانو سره خپله پالیسي بدلوي

واحد فقیري

ښاغلی سلمان رفیع شیخ د مې پر ۲۶ په (سوت اېشن مانیټور) کي لیکي: بالاخره هند د افغانستان په مورد کي د متحده ایالاتو او نورو سترو قدرتونو د پالیسیو پیروي کوي. یو وخت، هند نه غوښتل چي د طالبانو سره خبري وکړي، خو اوس يې دا پالیسي خوشي کړې ده. دا د هند لپاره یو مهم انکشاف دی، ځکه په افغانستان کي د طالبانو سره د سیاسي مصالحې پروسه ګرندۍ سوې ده، او آلان په هند کي د طالبانو سره خبري کول کومه جنجالي موضوع نده.

لیکوال دا سوال مطرح کوي چي ولي هند د طالبانو په وړاندي خپله پالیسي بدله کړه؟ جواب دا دی چي هند بالاخره دا واقعیت احساس کړ چي طالبان سیاسي قدرت ته رسېږي. هند ناچاره دی چي د همدې واقعیت سره ځان عیار کړي، او د طالبانو سره خپل روابط ټینګ کړي. په داسي حال کي چي په افغانستان کي د یوې ممکني سیاسي مصالحې خبرونه زور اخلي، نو لهذا دا به د هند لپاره ډېره ګرانه تمامه سي که چیري لدې کاروانه وروسته پاتي سي. لیکوال کاږي له هغه وخت راهیسي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ خبري شروع سوي دي، هند کاملا منزوي پاته سوی دی، حال دا چي روسیې، چین، پاکستان، ایران، او نورو مهمو هیوادونو د طالبانو سره خپلي اړیکي ټینګي کړي دي.

سلمان رفیع شیخ په آخر کي لیکي دا چي اوس هند غواړي چي د افغانستان د سولي په پروسې کي ور شامل سي، دا د نوي ډهلي پر ریالیزم باندي دلالت نه کوي، بلکي هند نه غواړي چي د افغانستان د سولي له پروسې څخه نور هم منزوي پاته سي، ځکه هند پوهېږي چي د افغان کشاله بالاخره د مذاکراتو له لاري ختمېږي.

جنرال ریچارډ هاداد: له افغانستانه په راوتلو کي ځنډ مه کوئ

د امریکا د اردو پخوانی جنرال ریچارډ هاداد د مې پر ۲۶ باندي لیکي: کله چي موږ په ۲۰۰۱ کي افغانستان ونیو، موږ یو نجیب او عالي هدف لاره، او هغه د القاعدې محوه کول ول.

امریکایانو د انتقام مطالبه کوله، او د هغوی دا غوښتنه کاملا موجه وه. خو اوس وروسته له ۱۷ کالو څخه، په افغانستان کي زموږ ماموریت نامعلوم دی. ایا زموږ ماموریت دا دی چي طالبانو ته اجازه ور نه کړو چي د کابل حکومت رانسکوره کړي؟ یا دا دی چي بیا د سپټمبر د حملې غوندي د بل برید مخه ونیسو؟

په افغانستان کي زموږ اوږد پاته کېدل موږ ته دا راوښوده چي د امریکا پوځ هر څه نه سي کولای، په تېره بیا په یوه داسي ملک کي چي موږ یې سم نه پېژنو. د افغانستان جنګ دونه اوږد سوی دی چي اوس اکثرو امریکایانو بېخي هېر کړی دی.

د امریکا په فوج کي زما ماموریت دا وو چي د افغان هوايي قوه باید داسي سمبال کړم چي د امریکا پرته د طالبانو سره جنګ وکړای سي. موږ پدې لاره کي زیاتي پیسې ولګولې، خو د افغان هوايي قوه جوړه نه سوه. او اوس د امریکا د دفاع وزارت په متحده ایالاتو کي د افغان پیلوټانو تعلیم او ټرېنیګ ختم کړ، ځکه زیاتره افغان پیلوټان بیا خپل وطن نه ځي، او په امریکا کي پناهنده ګي غواړي. ځکه د افغان په اردو کي اداري فساد اوج ته رسېدلی دی.

جنرال هاداد په آخر کي لیکي زموږ سیاسي مشران باید له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په باب جدي اقدامات وکړي. د امریکا د حکومت ټولي ادارې باید د خلیلزاد اوسنۍ دپلوماتیکي هلي ځلي کړي. ځکه موږ افغانستان ته د دې هدف لپاره ولاړو چي القاعده وکوټو. خو زموږ کبر او تکبر موږ له سمي لاري څخه منحرف کړو. نو لهذا اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي زموږ عسکر په جګه غاړه له افغانستانه راووزي.
#DPolPost

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button