په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له پنځوس سلنې اوښتې ده

عزم(سه شنبه، ۰۷غبرګولی، ۱۳۹۸): د افغانستان د اقتصاد وزارت مني، چې له نیمايي ډېر افغانان بېوزله دي او درې وخته ډوډۍ په ماړه نس نه‌شي پیداکولای.

امریکا او نړیوالې ټولنې په تېرو اتلسو کلونو کې له افغان حکومت تر سل میلیارده ډالر ډېره مرسته کړي؛ خو په افغانستان کې د فقر، بېوزلۍ او غربت کچه هر کال لوړېږي.

پرله‌پسې جګړه، اداري فساد، د حکومت ناسم څار او د چارواکو بې‌غوري هغه لاملونه دي، چې هره ورځ د بېوزلۍ کچه ورسره لوړېږي.

روغتیايي ناسم حالت، د ژوند کولو ناسم چاپېریال، امنیت، د کاري زمینو نشتوالی، د قانون نه پلي کول، د میلیونونو ډالرو غلو تښتېدل، د قضايي ارګانونو له لوري د سزا نه ورکول او د زورواکۍ مخه نه نیول هم د دې سبب شوي، چې د بېوزلۍ په غځولو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه هرکال مخکې او وروسته کېږي؛ خو د ګډ حکومت په راتګ دغه کچه هر کال نوره هم لوړېږي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني پنځه کاله وړاندې ژمنه کړې وه، چې د افغانانو په دسترخوان کې به په سلو ورځو کې بدلون راولي او د سلو ورځو راپور به ملت ته وړاندې کوي. خو د نوموړي د واکمنۍ په پنځه کلنه موده کې هره ورځ د افغانانو په دسترخوان کې منفي بدلونونه لیدل کېږي.

له افغان حکومت سره تراوسه ټولې شوې مرستې ښکاره شوي نه دي، خو د اکسفام په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي.

«خو له ۱۳۸۱ کال راهیسې په افغانستان کې  د مرستو اندازه کله لوړه او کله هم ټيټه شي. د مرستو تر څو کلن تیټوالي وروسته، په ۱۳۹۱‍ کال کې د مرستو اندازه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده خو  وروسته بیا  بېرته ولوېده. د اکسفام او سویډن کمېټې د ګډ رپوټ له مخې افغانستان په ۱۳۹۱کال کې ۶ عشاره ۸۶۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې ده. په ۱۳۹۴ کال کې بیا ۴ عشاریه ۲۳۹ میلیارده ډالر ورکړل شوي دي.»

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۱کلونو ترمنځ په اوسط ډول د مرستو کچه ۱۲،۵ میلیارده کمه شوې او په ۱۳۹۴کال کې ۸،۸ میلیارده ډالر مرسته له افغان حکومت سره کمه شوې ده.

د افغانستان د احصايي ملي ادارې په روان کال کې د افغانستان اوسنی نفوس ۳۲میلیونه اټکل کړی و، چې اوس یې نیمايي ۱۶میلیونه په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، بامیان، دایکنډي، نیمروز، فراه، بادغیس، بدخشان او نورستان هغه ولایتونه دي چې خلک يې تر ډېره په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د لوږې او بېوزلۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button