چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر وژل شوی

229F25E4-6669-4D80-AE61-148A8C8A5BDA_w640_r1_s

 پېښور(عزم ۱۵،دوشنبه، چنګاښ ٩٣)دخیبر پښتونخوا چارسده کې د عوامي نیشنل ګوند پر دفتر ناپېژاندو وسله والو برید کړی، چې د ددغې ډلې یو مشر دوست محمد خان په کې وژل شوی..

د راپورونو له مخې پېښه د یاد ګوند اتمانزیو بازار کې شوې ده. پولیس وايي لومړي معلومات یې ښيي یوه نا پېژانده وسله وال پر دفتر برید کړی چې دوست محمد خان په ډزو په سر لګېدلی دی..

پولیس وايي، د برید پرمهال په دفتر کې د دوست محمد خان دوه خپلوان هم موجود وو.

سرچینه وايي، برید کوونکي له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي..

د عوامي نیشتل ګوند یوه سیمه ییز مشر ارشد عبدالله رسنيو ته وویل، دوه برید کوونکي پر موټرسایکل راغلي وو، چې له برید ورسته تښتېدلي دي.

تر دې مخکې هم په  چارسده کې د دغه ګوند پر یوه مشر اسفندیار ولي خان او نورو مشرانو هم ورته بریدونه شوي وو.

د پاکستان د روانو ناامنيو په لړ کې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو ګڼ بریدونه شوي دي ، چې ویل کېږي تر اوسه یې په روانه جګړه کې نژدې ۸۰۰ کارکوونکي او مشران وژل شوي او ټپیان شوي دي..

بشیر بلور، عالم زیب خان او نور ګڼ مشهور کسان ددغه ګوند د وژل شویو کسانو له ډلې دي.

په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند نه مخکې په خيبرپښتونخوا کې  عوامي نيشل ګوند واکمن و.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button