د اخلاقي فساد په تور له اجرایه ریاست نه شړل شوی مشاور، د غني ارشد سلاکار ټاکل شوی

 

عزم (چهارشنبه، ۸،غبرګولی،۱۳۹۸)

اجرایه ریاست وایي، د “صاحب‌نظر سنگین“ په نوم یو سلاکار یې چې په اخلاقي فساد او د یوې میرمنې د تښتولو په قضیه کې ښکیل وه، له دندې تر ګوښه کړی، خو تر څو میاشتو وروسته سملاسي د ارګ د مشاور په توګه ټاکل شوی دی.
اجرایه ریاست کې مؤثقو سرچینو سلام وطندار خبري شبکې ته د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې نوموړي د کابل له ښار نه یوه میرمن له دریو ماشومانو سره یوځای تښتولې وه، خو یوه اونۍ وړاندې یې د اقلیتونو د پرمختګ او ټولنیزو چارو کې د اشرف غني د مشاور په توګه دنده پیل کړې ده.

اجرایه ریاست وایي،هغه مهال یې څوځله له نوموړي د دې قضیې سپیناوی غوښتی وو خو نوموړي له وضاحت ورکولو انکار کاوو چې بالاخره یې له دندې ګوښه کړ.

ارګ داسې مهال په اخلاقي فساد کې یوه ککړه څیره ور خپلوي چې د اشرف غني دو پخوانیو مشاورینو (جنرال حبیب الله احمدزی او مریم وردګ) داسې ادعاوې کړې چې ګواکې په ارګ کې دننه د ځینو کړیو لخوا پراخ اخلاقي فساد شتون لري او هر میرمن چې تن فروشي ته اماده شي، ارګ یې پر لوړ پوسټ ګماري.

یادو ادعاوو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي چې بالاخره لویه څارنوالي هم په دې برخه کې څیړنو ته اړ شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: