حکمتیار: د اشرف غني ناقانونه اداره نه د سولې اراده او نه صلاحیت لري

 

عزم (دوشنبه، ۱۳ ،غبرګولی،۱۳۹۸)
د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې یوځل بیا د ملي یووالي پر حکومت توندې نیوکې کړې او هغه یې یوه بې صلاحیته اداره بللې ده.
حکمتیار ویلي، حکومت نه د سولې لپاره کومه ریښتینې اراده لري او نه هم د واقعي سولې ابتکار او صلاحیت له ځانه سره لري.
هغه هم دنورو نوماندانو په څیر تر جوزا وروسته د اشرف غني د قانوني مودې په پای ته رسیدو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې، که د اشرف غني ټیم د خپل واک د پای ته رسیدو یا تمدید د مطرحو شخصیتونو په مشوره عمل ونه کړي، نو په خپله به هم له نورو کاندیدانو سره ملګری او د حکومت پر وړاندې به ودریږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button