د فاریاب لپاره نومول شوی طالب والي له زندان نه راوتلی دی

 

عزم (پنجشنبه، ۱۶ ،غبرګولی،۱۳۹۸)
د افغانستان په شمال کې د طالبانو تکړه قوماندان او
د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي «قاري صلاح الدین» چې  د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوی وو، له زندان څخه تښتېدلی دی.

نوموړی ملي امنیتي ځواکونو ته ترټولو مهم کس وو، چې په تیرو کلونو کې یې د هیواد شمال کې  دولت پلوه ځواکونو ته لوی سرخوږی جوړ کړی وو.

صلاح الدین چې د ملي امنیت په زندان کې پوره درې کاله تیر کړل ، معلومه نه ده چې څنګه او د کوم تکتیک له مخې له زندان نه راوتلی دی .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د نوموړي د خلاصون پخلی کړی او ویلي یې دي چې هغه اوس یوه مصؤن ځای ته لیږدول شوی دی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button