د جرمونو د نړیوالې محکمې وکیله لا هم افغانستان کې د جنګي جرایمو پر تحقیقاتو ټینګار کوي

د جرمونو د نړیوالې محکمې مدافع وکیلي له خپلې محکمې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د جنګي جرایمو د نه څېړلو د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، فاتو بنسودا په خپله غوښتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د جنګي جرایمو د نه څېړلو په اړه د محکمې استدلال د دې محکمې له کاري اهدافو سره په ټکر کې دی.

د یادونې وړ ده، فاتو بنسودا وړاندې د جرایمو له نړیوالې محکمې غوښتي و چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د ترسره شويو جنګي جرایمو په اړه تحقیق او پلټنه وکړي. د نوموړې تر غوښتنې وروسته، امریکا دې محکمې ته ګواښ وکړ او او اړوندو وکیلانو ته یې د امریکا د وېزو ورکول بند کړل.

د امریکا د ګواښ له امله محکمې د آغلې بنسودا غوښتنه رد کړه، او ویې ویل چې د امریکا او د افغانستان د ځايي رهبرانو د نه همکارۍ له امله به په افغانستان کې د جنګي جرمونو تحقیقات عدالت ته په رسېدو کې کومه ګټه ونکړي.

دې محکمې ته د امریکا ګواښ او له امله یې د محکمې پر شا تګ د بشري حقوقو نړیوالو ادارو غندلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button