فراه: طالبان وایي ۲۳ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

 

عزم (شنبه، ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۸):تیره شپه طالبانو د فراه مرکز کې د یو کمین په ترڅ کې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د ارګ لوجستیکي منیجر عبدالاحد شمس ویلي دي چې تیره شپه طالبانو غوښتل چې د فراه پر ښار برید وکړي امنیتي ځواکونو د اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ کمین ورته ونیولو چې د طالبانو په کمین کې واوښتل.

شمس ویلي چې په دغه جګړه کې درې فیلډر موټر د طالبانو په برید کې په بشپړه توګه سوځیدلي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي دي چې تیره شپه یې د فراه ولایت مرکز اړوند دریګي سیمه کې په عسکرو د کمین برید ترسره کړی چې ۱۱ عسکر یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.

احمدي ویلي چې د یاد برید په ترڅ کې یې ۵ ټانکونه، ۳ لوکسل، ۱ فلډر موټر ویجاړ کړي ديي او یو شمیر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: