طالبان: یوناما د امریکایي سفارت له آدرسه خبرې کوي

 

عزم (دوشنبه، ۲۰،غبرګولی،۱۳۹۸)

طالبانو د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» وروستی راپور چې د وروستیو ملکي تلفاتو اړوند پړه یې په شعوري ډول پر طالبانو ور اچولې وه، رد کړ.
طالبانو ویلي ، دوی یواځې د هغو بریدونو مسئول دي، ځواب او توجیه يې لري چې پخپله يې تر سره او مسئولیت يې ومني، خو په وینا یې چې،

« هغه بریدونه چې د داعش یا نورو نامعلومه کړیو لخوا ترسره کیږي، هغه هم د مخالفینو په نامه د اسلامي امارت مجاهدینو ته یو ډول منسوب ښودل د یوناما لخوا هغه حرکت دی چې غواړي د اسلامي امارت د مجاهدینو په خلاف توطئه وکړي»

د یوناما په راپور کې راغلي ، وسلوالو مخالفینو د روژې مبارکه میاشت کې تر ډیره ملکي وګړي په نښه کړي چې یواځې کابل کې یې د تلفاتو شمیر نږدې سلو تنو ته رسیده.

خو طالبانو ویلي، د روژې مبارکه میاشت کې یې پر ملکي هیوادوالو هیڅ برید نه دی کړی او په ننګونکې توګه زیاته کړې چې،

« موږ په کراتو له یوناما او نورو بشری نهادونو څخه غوښتي چې که دوی واقعا د انسانانو له ژوند سره دلچسپي لري، د جنایاتو په اړه د مسئولیت احساس کوي او پرې خفه کیږي، د مبهمو تورونو او یوطرفه قضاوتونو پرځای دې په واضح ډول واقعي جنایت کاران او هغوی چې د انسانانو په سر هره میاشت په زرګونه ټنه باروت اوروي وغندي او په وړاندې دې يې ښکاره موقف ونیسي»

د طالبانو اعلامیه کې څو عیني واقعیتونه هم راسپړل شوي ، چې له مخې یې ” د ګډوځواکونو لخوا هغه مدارس، ديني مراکز او مساجد بمباريږی چې طالبانو په کې صرف لمونځ کړی وی؛هغه خلک وژل کیږي یا بندیانیږي چې طالبانو ته يې یوه ګوله ډوډۍ اویا یوګیلاس سړې اوبه ورکړې وي؛هغه کلینیکونه او صحي مراکز بمباریږي یا چاپې پرې وهل کیږي چې د کوم ټپي طالب ابتدايي پانسمان په کې شوې وي، هغه بازار نړیږي او اموال يې لوټيږي چې طالبانو په کې د اړتیا وړ توکي را نیولي وي.”

طالبانو په ګواښوونکې بڼه خبرداری ورکړی چې ،دوی هم حق لري هغه امریکايي بنسټونه چې مخامخ د “اشغال” په خدمت او غزولو بوخت دي، تر نظامي هدف لاندې ونیسي.

طالبانو د یوناما راپورونه پاروونکي بللي او زیاته کړې یې ده چې د افغان امریکایي ځواکونو پر ړندو بمباریو او شپنیزو عملیاتو سترګې پټول دا ثابتوي چې ګواکې یوناما د امریکايي سفارت په خوله غږیږي او د هغوی د مزاج خبرې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: