سیګار:تیرو اتلسوکلونوکې تر ۲۰زره ډیرو امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم (سه شنبه، ۲۱،غبرګولی،۱۳۹۸)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکې ادارې «سیګار» ویلي ، تیرو اتلسو کلنو کې طالبانو په خپل هیواد افغانستان کې د مخامخ جګړو ، چاودنو او سرتیرو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۲۴۱۴ تنه امریکایي پوځیان وژلي دي.
سیګار ویلي، دغه شمیر کسان یواځې هغه دي چې په امریکایي پوځ کې یې رسمي دندې درلودې او هغه چې په قراردادي توګه د جګړو لیکو ته راغلي، په کې شامل نه دي.
د سیګار په راپور کې زیاته شوې ، طالبانو د ۲۰۰۱ کال را په دې خوا 20,488 امریکایي پوځیان ټپیان کړي، چې ډیری یې په سخت حالت کې قرار لري.

سیګار داسې مهال دا شمیرې ابلاغوي، چې امریکا لا هم په افغان جګړه کې له خپلو افغان متحدینو سره اوږه په اوږه طالب ضده جګړه مخته وړي تر څو په دغه هیواد کې د امریکا ګټې خوندي کړي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي چارواکي د خپلې پالیسۍ له مخې کله هم دسیګار په څیر پلټونکو ادارو او رسنیزو ټیمونو ته د خپلو تلفاتو واقعي شمیرې نه ورکوي ، چې لامل یې هم په جګړیزو ډګرونو کې د پوځیانو پر مرال د ناوړه اغیزې ښندل ښودل کیږي.

اوسمهال شاوخوا ۱۴ زره امریکایي سرتیري ، له نامحدود شمیر قراردادي ملیشو او د نورو هیوادونو له زرګونو پوځیانو سره یوځای هغه جګړه مخته وړي، چې پخواني امریکایي ولسمشر جورج بوش لخوا د پیل پرمهال صلیبي جګړه نومول شوې وه او هدف یې امریکا ته د ورپیښو ګواښونو مخنیوی ښوودل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button