ولسمشر غني د قرغزیستان مرکز بیشکیک ته رسیدلی

 

عزم(پنجشنبه، ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۸): له ارګ څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر غني د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قرغزیستان مرکز بیشکیک ته رسیدلی.
ویل شوي چې له هغه سره په دغه سفر کې یو لوړپوړی دولتي پلاوی هم ملتیا کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې غني به د شانګهای سرمشریزې ته وینا وکړي او د ناستې په څنډه کې به د یادې ټولنې له یو شمیر مشرانو سره هم وګوري.

داسې اټکل کیږي چې ولسمشر به په دغو لیدنو کې هڅه وکړي تر څو د ځینو هیوادونو له لارې پر امریکا فشار راوړي چې له طالبانو سره د خبرو په جریان کې د خپلو ټولو عسکرو ویستل ورسره ونه مني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button