فراه او زابل کې د هوایي بریدونو له امله ۱۱ تنه ملکي هیوادوال وژل شوي

عزم (جمعه، ۲۴،غبرګولی،۱۳۹۸)

راپورونه وایي چې امریکایي الوتکو د فراه په بالابلوک او د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې پر ولسي هیوادوالو یوځل بیا په قصدي ډول هدفي بمبارۍ ترسره کړې چې په نتیجه کې یې تر لسو ډیر بیګناه هیوادوال شهیدان شوي دي.

خبر زیاتوي ، نن سهار د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند په شیوان سیمه کې ګډو ځواکونو لومړی پر سیمه چاپه ووهله او وروسته یې د۳۰۳ډوله موټرو پر اډه بمبارۍ وکړه .
ځایی خلک وایي ،دغه  بمبارۍ کې هغه کسان په نښه شوي چې د فراه- هرات لويې لارې ترڅنګ مسافروړونکي ۳۰۳ ډوله موټر ته په انتظار کې وو.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په دغه هوایي برید کې د يوه اويا کلن سړي او دوو ماشومانو په ګډون، ٦ تنه مسافر شهیدان او دوه نور ټپیان شوي چې د روغتیاپالانو په وینا ، د ټپیانو حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی دی.

په عین حال کې د دغه ولایت د فراه امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب د بهرنیانو د دې بمبارۍ هرکلی کوي اووژل شوي ماشومان او سپنږیري ټول وسلوال طالبان یادوي.
طالبانو هم پیښه غندلې او د خپلو ملګرو د وژل کیدو ادعا یې بې بنسټه بللې ده.
بلخوا بیا له زابل ولایت نه راپورونه وایي چې
تیره شپه د شاجوی ولسوالۍ اړوند د موسی زو د( ارَل ) په کلي کې د عبدالقيوم اکا پر میلمستون د بې پیلوټه الوتکې لخوا هوایي برید شوی دی.
خبر زیاتوي چې په دغه برید کې ۵ تنه کلیوال وګړي چې پر ډوډۍ ناست وو ، په شهادت رسیدلي .

پر ملکي هیوادوالو دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې په عین حال کې افغان چارواکو خبرداری ورکړی چې د بهرنیو ملګرو په مرسته او ملاتړ به تر راتلونکو څلورو میاشتو د طالبانو ملا ماته کړي؛ هغه ایډیالوژي چې سر له اوسه یې په هیواد کې د دولت د مخالفینو په شمیر کې زیاتوالی راوستلی او ورځ تربلې لسګونه کسان د دولت له ملاتړ لاس اخلي چې ګڼ یې بیرته د دولت پرضد وسلوال فعالیت ته مخه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button