ویسا:واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د بیرغ او بڼې بدلولو په هڅه کې دی

 

 

عزم (شنبه، ۲۵،غبرګولی،۱۳۹۸)

ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د امریکایي جنرال مک کنیزي هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې یې د داعش د خطرناک شتون په اړوند کړې وې او ویلي یې وو، « افغانستان کې میشت داعش ډله ورو په ورو امریکا ته خطر جوړیږي.»
ورځپاڼې ویلي ،

« له طالبانو سره د سولې تودې هڅې او د هېواد دننه د دوی پر مرکزونو د مرګونیو ګوزارونو او د هغوی د یو شمېر خاصو څېرو د وژلو موخه هم همدغه ده چې نور باید طالبان جبهه داعش ډلې ته پرېږدي. د امریکایي چارواکیو لخوا داعش د لوی خطر په توګه یادول او دا چې له طالبانو سره پر سوله سربېره به جګړه دوام لري، له ورایه ښیي چې واشنګټن په افغانستان کې یوازې د جګړې د بیرغ او بڼې د بدلولو په هڅو کې دي نه د سولې»

د مقالې لیکوال د داعش په هکله د افغانانو دوه ډوله دریځ ته اشاره کړې چې له مخې یې  یو شمېر افغانان په دې نظر دي چې په واقعیت کې دغه ډله دومره لوی خطر نه دی، ځکه چې داعش په افغانستان کې فکري بنسټ نه لري. افغاني ټولنه نه د عراق او سوریې د ټولنې په څېر سلفیان لري او نه د هغو هېوادونو په څېر دلته د مذهبي فرقو تر منځ د اختلاف مخینه شته.

لیکوال که څه هم دا دلیل یوڅه منطقي بولي خو زیاتوي چې  که موږ په ټوله کې داعش او دې ته ورته نورې ډلې د سیمې او یا د نړۍ د لویو استخباراتي ادارو جوړې شوې بولو بیا دا استدلال ډیر وزن نه لري.

ویسا ورځپاڼه د داعش په تړاو د ځینو افغانانو یوېبلې اندیښنې ته هم ګوتنیونه کوي او وایي چې  ،

«یوه  ډله افغانان بیا په ځانګړې توګه د ختیځو او شمال خیتځو سیمو اوسیدونکي چې عملاً په خپلو سیمو کې د داعش د فعالیتونو شاهدان دي؛ د کونړ او ننګرهار قومي مشران او د ولس استازي هم په کې شتون لري  په زغرده  وایي ،چې له داعش سره د طالبانو پر خلاف مرموز ملاتړ دی. د الوتکو او هلیکوپترو په واسطه د دې ډلې د غړیو د لېږد او پر طالبانو یې د تدریجي برلاسۍ خبرې کوي. په دې تړاو د امریکایي او حکومتي چارواکیو نظرونه او متضادې څرګندونې تر ټولو زیاتې اندېښنې زېږوي.»

ورځپاڼه زیاتوي ،  استخباراتي پروژې هر وخت سل په سلو کې له پلان سره سمې پر مخ نه ځي ،کله ستونزې هم پکې پیدا کېږي او آن ناکامېږي، ځکه چې د یوه ولس د برخلیک په ټاکلو کې ډېر عوامل شامل وي؛ چې له همدې امله د داعش ډله هم په افغانستان کې له همدغسې حالت سره مخ شوه، یو لامل یې دا ؤ چې طالبان وتوانېدل له نوي حالت سره خپل ځواک وساتي او داعش پرېنږدي چې ددوی جنګیالي جذب کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button