کوېټ: امریکا پر ایران د لګولو تورونو ثبوت نشي کولی

 

عزم(شنبه، ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۸): په ملګرو ملتونو کې د کویټ دایمي استازي منصور العتیبي د امریکا هغه تورونه بې ثبوته بللي چې ګواکې د هورمز تنګي کې د تیلو پر ټانکرونو د برید تر شا د ایران لاس دی.

هغه زیاته کړې چې امریکا داسې شواهد نشي پیدا کولی چې یادو بریدونو کې دې ایران لاس ولري.

بلخوا بیا امریکا داسې ویډیو ترلاسه کړې چې یوه ایرانۍ کښتۍ د عمان په اوبو کې له هغې بیړۍ ناچاودیدلی ماین لرې کوي چې برید برې شوی وو.

ایران هم د امریکا تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې دا د امریکا له لوري د دوی په وړاندې یوه دسیسه ده چې امریکا یې جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغو بریدونو لپاره د یوې خپلواکې پلټنې د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ دی چې امریکا پر عراق د برید پر مهال هم پر دغه هیواد د ایټم جوړولو تورونه لګول چې له همدې لارې یې د برید کولو لارې پیدا او پر عراق یې برید وکړ خو وروسته یې هیڅ داسې شواهد پیدا نکړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button