بغلان: طالبان وایي د دولت یو مهم قومندان ورسره یوځای شوی

 

عزم(شنبه، ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۸): طالبان وایې چې په مرکزي بغلان کې نن ورځ د دولت یو مهم قومندان چې سیمه کې یې پراخ نفوذ درلود ورسره یوځای شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي دي چې «نن ورځ د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند حسن تال سیمه کې مهم قومندان چې په سیمه کې پراخ نفوذ لري،د جلب و جذب مسئولینو په هڅو دخپل قوم په نمائندګي له مجاهدینو سره یوځای شو.»

مجاهد ویلي دي چې د دوی د جلب جذب مسئولینو له لوري یې هم تود هرکلی شوی او د نوموړي دغه اقدام یې ستایلی دی.

دا پداسې حال کې دی چې طالبانو په دې وروستيو کې د دولتي چارواکو په راجلبولو کې زیاتې هڅې پیل کړي دي او په تیره روزه میاشت کې هم سلګونه کسان ورسره یوځای شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button