«پاکستان او ایران په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۰زره افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي»

عزم(پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان او ایران څه باندې ۱۱۰زره افغان کډوال په زور ایستل شوي دي.

یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۱۹ز کال د پیل راهیسې له یادو هېوادونو ۱۱۰زره افغان کډوال په زور ایستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي، پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، چې نور به له خپلې خاورې په زور افغان کډوال نه باسي، خو بیا یې هم دې چارې ته دوام ورکړی دی.

د انصاري په خبره، ډېر کډوال له ایران ایستل شوي او ایراني چارواکو هم ورسره ورته ژمنه کړې وه، خو عملي نه شوه.

دی وايي، ۸۵زره افغان له ایران او اته زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي او پاتې کسان په زور ایستل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې له بېلابېلو اروپايي هېوادونو هم ۸۰۰افغانان په زور کابل ته راستانه کړای شوي دي.

اوس مهال په ایران او پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې ډېری یې د کډوالۍ اسناد نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button