سرچینه: خلیلزاد قطر ته تللی،خو طالبانو ورڅخه له خبرو نټه کړې

 

عزم (جمعه، ۳۱،غبرګولی،۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له څو ورځو پر لپسې پاتې کیدو وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی ، څو هلته له طالب استازو سره د اووم پړاو مذاکرات پیل کړي.

باوري سرچینو عزم ته ویلي ، که څه هم د طالبانو او خلیلزاد په مشرۍ امریکایي ټیم یوه ابتدایه غیر رسمي لیدنه کړې ،خو لا هم رسمي مذاکرات ځنډیدلي دي .

ویل کیږي، طالب استازو خلیلزاد ته داځل ویلي چې دغه پړاو کې به پریکنده بحثونه کیږي او ټینګار یې کړی چې نور د تکراري مجلسونو اوږدوالي ته چمتو نه دي.

طالب استازو له امریکایي چارواکو غوښتي، لومړی دې د مذاکراتو پر دو مهمو اجنډاوو«د امریکایي پوځیانو وتل او له افغانستان نه نورې نړۍ ته د ګواښ نه پیښیدو» پر ټکي نهایي موافقه وکړي چې وروسته به دوی پر نورو مسایلو هم کار پیل کړي.
که څه هم طالبانو له خلیلزاد سره د تکراري خبرو نټه کړې او دا یې بې ګټې مجلسونه بللي، خو ویل کیږي چې د قطر هیواد چارواکو له امریکایانو سره د خبرو لپاره اوسمهال د طالب استازو د اماده کولو هڅې پیل کړي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button