طالبان: د سیګار وروستي راپور کې د کابل حکومت سره د مذاکراتو نه کولو لامل روښانه شوی

عزم (یکشنبه، ۲،چنګاښ،۱۳۹۸)

طالبانو د «د ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپله رسمي سرمقاله کې د امریکا د مرستو د څار ادارې “سیګار” وروستي راپور ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې،

« دا راپور د اسلامي امارت اوافغان مجاهد ولس هغه دريځ او موقف نور هم غښتلی او باوري کوي چې هر وخت يې په تاکيد سره ويلي اووايي چې د کابل ادارې ګوډاګی او دامریکایانو دیوې جنګي او استخباراتي پروژي رول او حیثیت لري»

سیګار ادارې په خپل راپور کې ویلي وو، ” په تيرو ۱۹کلونو کې د متحده آیالاتو د مرستندویه ماموریت په مهمو پریکړو کې افغان حکومتي چارواکو ته ونډه نه ورکول کیده او په نتیجه کې یې داسې پروګرامونه عملي کول چې افغانانو د امریکا له مرستې پرته هیڅ نه شوکولای، له افغان امنیتي مسؤلانو سره هیڅ راز مشوره نه کیده ،هغوی ته یواځې هدایات ورکول کیدل او همغږي نه وه.

دغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې دامنيتي سکتور په برخه کې مرستې د يو هراړخيز او پايداره پلان له مخې نه ترسره کيدې او د ياد سکتور د پياوړتيا ترنامه لاندې د ۸۳ ميليارده ډالرو د ځانګړي کولو سره هيڅ داسې ادارې شتون نه درلود چې په يادو مرستو څار وکړي.
ددې ترڅنګ دا یادونه هم شوې چې د امريکا د دفاع وزارت په پام کې لري چې افغان پوځیانو ته تر۲۰۲۰م کال وروسته د الوتکو دښودنې لړۍ ودروي.

طالبانو دغه راپور ته په اشارې سره ویلي چې له کابل حکومت سره د دوی د نه خبرو کولو لامل په دغه راپور کې په ډاګیزه توګه یاد شوی او زیاته کړې یې ده چې

«همدغه علت دی چې اسلامي امارت دافغانستان درواني جګړي دحل او دسولي د روان بهیر په پړاونو کې کابل اداري ته ددې حق اوارزښت نه ورکوي ترڅو ورسره مخامخ خبري اومذاکرات سرته ورسیږي
ځکه دغه اداره نه په سیاسي میدان کوم استقلال لري او نه هم په نظامي برخه کي کوم صلاحیت لري»

طالبانو په خپله سرمقاله کې پر افغان امنیتي چارواکو او دولتي منسوبینو ژغ کړی چې د سیګار د دې راپور تر خپریدا ورسته ورته پکارده ، تر څو پر دې فکر وکړي، چې دوی يوازې د نورو د ګټو لپاره قرباني کيږي او په لاس یې تنها مظلوم او بې دفاع ولس وژل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button