د ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر انتخاباتي ټیمونو پر یووالي خبرې روانې دي

 

عزم (دوشنبه، ۳،چنګاښ،۱۳۹۸)
باوري سرچینې وایي چې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال او د ډاکټر عبدالله په مشرتابه د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیمونو پر ادغام او یووالي خبرې روانې دي او ښایي یوې نتیجې ته ورسیږي.

خبري منابع وایي ، د دواړو ټیمونو استازو له تیرې یوې نیمې میاشتې راپدېخوا خپلمنځي خبرې پیل کړې او تمرکز پر دې دی چې څوک ولسمشر ، څوک لومړی وزیر شي او واکونه یې باید څه وي.

ویسا ورځپاڼې خبر ورکړی چې « خبرې پر دې دي چې د دواړو ټیمونو څخه به یو ولسمشر او بل یې مرستیال وي او یا یو ولسمشر او بل یې صدراعظم وي. دغه دواړه ټیمونه له مخکې څخه د صدراعظم او یا اجرائیه ریاست له مقام سره توافق لري»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د څو انتخاباتي ټیمونو د ادغام خبر ورکړی وو ، چې ښایي لنډ وخت کې سره یوځای شي .
ورځپاڼه وایي ، د ولسمشرۍ ډېری نوماندان مشخص پروګرام او اجنډا نه لري، له کرسۍ او مقام پرته هېڅ سرې کرښې نه پېژني ځکه خو یې د واک په وېش توافق او جوړ جاړی ممکن دی.
بل لور ته سرچینې وایي چې ګلبدین حکمتیار له اشرف غني سره د انتخاباتي ټیم پر شریک کولو خبرې پیل کړې دي ، حکمتیار په راتلونکي حکومت کې له غني څخه غوښنه ونډه غواړي خو تر دې مهاله لا هم په دې برخه کې کوم ځانګړی توافق نه دی ترلاسه شوی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button